د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر: تهدیدونو ته په کتو د رأیه اچونې مرکزونو لیست واقعي نه دی


ښاغلي عبدالله همداراز وايي، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او آن لوړپوړو مسئولانو په استخدام کې سیاسي، ژبني او قومي اړیکې په پام کې نیول شوي خو د دغه کمیسیون نور چارواکي دده څرګندونې ردوي.
ښاغلي عبدالله همداراز وايي، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او آن لوړپوړو مسئولانو په استخدام کې سیاسي، ژبني او قومي اړیکې په پام کې نیول شوي خو د دغه کمیسیون نور چارواکي دده څرګندونې ردوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی مولانا محمد عبدالله وایي، په ځینو ولایتونو کې ناامنیو او تهدیدونو ته په کتو د رأیه اچونې مرکزونو په اړه د امنیتي ادارو راپور واقعي نه دی.

خو د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې ردوي.

ښاغلي عبدالله د سه شنبې په ورځ (وږي ۲۵مه) د انتخاباتو ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل، ځینو ولایتونو کې چې د ناامنیو کچه پکې لوړه ده، د کورنیو چارو وزارت په راپور کې د رأی اچونې ټول مرکزونه خوندي بلل شوي.

ارزګان، زابل، هلمند، نیمروز، پکتیا، خوست، ننګرهار، غزني، او کنړ هغه ولایتونه دي چې ښاغلي عبدالله په وینا، په ځینو کې امنیتي ستونزې او ګواښونه ډېر دي.

ښاغلي عبدالله د کورنیو چارو وزارت د راپور په استناد د بېلګې په ډول د فراه یادونه وکړه چې ۱۱ مرکزونه یې نشي پرانستل کېدای، خو "تاسو پوهېږئ چې حتی د فراه په مرکز کې محکمه نشته. پرچمن ولسوالۍ کې جګړه ده، خو د رأیه اچونې مرکزونه یې خوندي بلل شوي. دا درواغ دي، باید تثبیت شي."

د ټاکنو کمیسیون د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رأیه اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي و، خو د کورنیو چارو وزارت تر ارزونو وروسته وویل، یوازې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت خوندي کولای شي چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په پرتله ۱۸۰۰ مرکزه کم دي.

خو د ښاغلي عبدالله په وینا اوس دغه وزارت په راپور کې ویلي، ټول ټال ۳۳۶۰ مرکزونه خوندي، ۶۷۵ مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ او ۹۰۷ مرکزونه له ټیټ امنیتي ګواښ سره مخامخ بلل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي د رأی اچونې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت خوندي کولی شي چې دا د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو پرتله ۱۸۰۰ مرکزه کم دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي د رأی اچونې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت خوندي کولی شي چې دا د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو پرتله ۱۸۰۰ مرکزه کم دي.

په افغانستان کې د ناامنیو له امله هرځل د ټاکنو په ورځ د رأیه اچونې سلګونه مرکزونه تړلي پاتې شوي دي. د ټاکنو کمیسیون ددغو مرکزونو لیست له وړاندې امنیتي ادارو سره شریکوي ترڅو د امنیتي ارزونو له مخې یې د فعالولو پرېکړه کوي.

د ټاکنو څارونکو بنسټونو ویلي د ناامنۍ له امله د سلګونو مرکزونو تړلي پاتې کېدل به سلګونه زره کسان په ټاکنو کې له ګډونه محروم کړي او د ټاکنو سراسري والی به تر پوښتنې لاندې راولي.

ښاغلي عبدالله له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې تر ارزونو وروسته د خوندي مرکزونو واقعي لیست د ټاکنو کمیسیون په واک کې ورکړي.

خو بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو کمیسیون د ښاغلي عبدالله ردوي.

ددغه وزارت مرستیاله ویانده مروه امیني وایي، امنیتي ځواکونه لا هم د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت نیولی شي او رأیه اچونې د مرکزونو په اړه د کورنیو چارو وزارت لیست د بدلون وړ نه دی.

آغلې امیني وویل: "هېڅ مرکز خیالي نه دی. که د ټاکنو کمیسیون له اداري پلوه ستونزه لري، نو بېله موضوع ده، کولی شي پر دې مسالې خبرې وکړي، خو له امنیتي پلوه ۴۹۴۲ مرکزونه هېڅ امنیتي مشکل نه لري. دا لیست د بدلون وړ نه دی. موږ ډاډ ورکوو چې د رای ورکونې مرکزونو شمېر به له دې کم نه وي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي ۷۲ زره امنیتي او دفاعي سرتېري به د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت لپاره موظف شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي ۷۲ زره امنیتي او دفاعي سرتېري به د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت لپاره موظف شوي

ښاغلي عبدالله همداراز وویل، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او آن لوړپوړو مسئولانو په استخدام کې سیاسي، ژبني او قومي اړیکې په پام کې نیول شوي دي.

د هغه په وینا لا هم داسې کسان شته چې په غیرقانوني ډول استخدام شوي دي او خبرداری یې ورکړ چې که دغې مسئلې ته پام ونشي، ښايي ټاکنې له بحران سره مخامخ کړي.

ښاغلي عبدالله یو ځل وړاندې په جوزا میاشت کې ویلي و چې ولسمشر اشرف غني ته نزدې ځینې چارواکي ددغه کمیسیون د استخدام د چارو پروړاندې خنډ جوړوي.

هغه همداراز ویلي و، ځینې کسان چې بېلابېلو پوسټونو ته بریالي شوي خو د استخدام وړاندیز یې په ارګ کې ځنډول شوی او د ځینو نورو بیا ارګ ته نه لېږل کېږي.

خو د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي دا تورونه ردوي.

"د کمیسیونونو د دالانشاګانو او یا ټول استخدام، پخپله د کمشنرانو لخوا شوی. که کوم کس استخدام شوی، هغه هم دوی پېشنهاد کړی او جمهوری ریاست ته یې راوړی دی. د کار او اداري اصولو له مخې، ټول مسوولیت کمیسیونونو ته ورګرځي."

په ورته وخت کې په افغانستان د بریتانیا سفارت، د میزان د شپږمې د انتخاباتو پرشفافیت او ددغو بنسټونو پر استقلال ټینګار کړی او ویلي يې دي چې د ګډ هدف لپاره باید ښکېل بنسټونه په ګډه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG