د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د افغانستان کرکټ ټیم په «۲۰ اوره» سیالیو کې ریکارډ جوړ کړ


د افغانستان کرکټ ټیم د انګلستان کرکټ لوبډلې سره د لوبې پر مهال. 18 June 2019
د افغانستان کرکټ ټیم د انګلستان کرکټ لوبډلې سره د لوبې پر مهال. 18 June 2019

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د درېیو هېوادیزو «۲۰ اوره» سیالیو په لړ کې نن (سې شنبه) د زېمبابوې له ملي لوبډلې سره د دوهم ځل لپاره مخامخ شي.

افغانستان د دې لړۍ په لومړۍ مسابقه کې زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه او د یکشنبې په ورځ‌یې کوربه بنګله‌دېش هم مات کړ.

اوس افغانستان د دې درې هېوادیزو سیالیو د جدول په سر کې دی.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د یکشنبې په ورځ نه‌یوازې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه، بلکې په «۲۰ اوره» سیالیو کې یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

تر دې وړاندې هېڅ لوبډله نه‌ده توانېدلې چې ۱۲ «۲۰ اوره» سیالۍ سر په سر وګټي.

د افغانستان، بنګله‌دېش او زېمبابوې درې اړخیزې مسابقې د روان سپټمبر تر ۲۴ پورې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG