د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د افغانستان برښنا شرکت: د پرې شوې برښنا د ستونزې د حلولو هڅه روانه ده


د افغانستان برښنا شرکت یو شمېر کارکوونکي په لوګر کې د برښنا د یوې پایې د جوړولو پر مهال
د افغانستان برښنا شرکت یو شمېر کارکوونکي په لوګر کې د برښنا د یوې پایې د جوړولو پر مهال

د وسله‌والو طالبانو له لوري په بغلان ولایت کې د برښنا پر ستنو د طالبانو له حملو وروسته د افغانستان د یوې لویې برخې کورونه، سوداګري مرکزونه، روغتیايي مرکزونه او صنعتي پارکونه له برښنا بې‌برخې شوې دي.

نن (سې شنبه) درېیمه ده چې په بغلان کې د برښنا درې پایې ویجاړې شوې دي.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د دغو ستنو د ویجاړېدو له کبله چې له ازبکستان او تاجکستان څخه ۲۲۰ کیلو واټه برښنا پرې واردېږي، د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد ۱۱ ولایتونو ته برښنا پرچاو شوې ده.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، هڅه‌یې پیل کړې چې دا ستنې بېرته جوړې کړي.

ښاغلی توحیدي زیاتوي: "زموږ هڅې روانې دي، له کابل څخه مو هم تازه یو پلاوی استولی چې ستونزه ژر حل کړي. موږ د ستونزې د حل کولو لپاره له هرې وسیلې کار اخلو."

وسله‌والو طالبانو له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا د ستنو د نړولو په اړه څه نه‌دي ویلي. دې ډلې څو ځلې ویلي چې پر عام‌المنفعه تأسیساتو حمله نه‌کوي، بلکې ساتنه‌یې کوي، خو په بغلان او کندز کې یې په ځلونو د وارداتي برښنا پر ستنو بریدونه کړي او برښنا یې قطع کړې ده.

پر طالبانو دغه‌راز د پلونو، پلچکونو، ښوونځیو او پخو سړکونو د ویجاړولو تورونه هم پورې کېږي، خو طالبان دا تورونه ردوي.

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې له ګاونډیو ولایتونو څخه‌یې انجنیران بغلان ته استولي چې د برښنا ستنې ودروي او مزي وصل کړي.

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي
د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي

ښاغلی توحیدي وايي، سپین ږیري له طالبانو د انجنیرانو د امنیت تضمین غواړي.

دی زیاتوي: "مشران او سپین ږیري طالبانو ته تللي چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره زموږ کارکوونکي پرېږدي، خو دوی تر پرون ناوخته پورې بېرته راونه‌ګرځېدل. زموږ هلې ځلې دوام لري."

له بلې‌خوا ازبکستان وايي چې افغان چارواکو د برښنا د پرچاوۍ په اړه دې هېواد ته خبر نه‌دی ورکړی.

د ازبکستان دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ وویل، د دغه هېواد د برښنا ملي شبکې چې د انرژۍ په وزارت پورې تړلې اداره ده، له افغانستان څخه د برښنا د قطع کېدو په اړه معلومات نه‌دي ترلاسه کړي.

دا شبکه همداراز وايي چې ممکن له تاجکستان څخه افغانستان ته صادرېدونکې برښنا پرچاو شوې وي.

خو د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برښنا لا هم شمالي ولایتونو ته وصل ده.

افغانستان سره له دې چې د برښنا د تولید کمساري امکانات لري، د خپل مصرف یوازې په سلو کې ۲۵ تولیدوي.

د وارداتي برښنا د پرچاو کېدو له کبله په کابل او نورو ښارونو کې هغوی چې اقتصادي وضعیت‌یې یو څه ښه دی، له جنرېټرونو کار اخلي چې له کبله‌یې د ښارونو چاپېریال لا زیات ککړېږي.

XS
SM
MD
LG