د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د کورنیو چارو وزارت: مخدره توکي افغانانو ته د ترورېزم په څېر یو ګواښ دی


یو شمېر افغان معتادین
یو شمېر افغان معتادین

د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې په افغانستان کې د هغو معتادينو شمېر تر يو ميليون اوښتی چې په مستقيم ډول نشه کوي.

په (۲۰۱۵) کال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه یي موادو سره د مبارزې ادارې له خوا د سروې له مخې د هغو کسانو شمېر دوه لکه و چې په مستقيم او پرله پسې ډول نشه کوي.

که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د معتادینو د شمېر معلومولو لپاره تازه سروې نه ده شوې، خو د کورنيو چارو وزارت د ادعا له مخې، په افغانستان کې د هغو معتادينو شمېر تر يو ميليون اوښتی چې په مستقيم ډول نشه کوي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق ازادي راډیو ته وویل، نشه يي مواد د ترهګرۍ په څېر افغانانو ته يو ستر ګواښ دی.

ده وویل: یو اعشاریه څلور میلیونه کسان په پر له پسې ډول نشه کوي، دغه ډول د درې اعشاریه شپږ میلیونو کسانو د معایناتو نتیجې هم مثبتې دي، موږ د معتادینو د ډېروالي د مخنیوي لپاره پر یوه لوی پروګرام کار کوو، د کورنیو چارو وزارت څلور کلن پلان به د نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له پروګرام سره یوځای شي، په دې ډول به وکولی شو چې د ترهګرۍ غوندې له نشه يي موادو سره هم خپله مبارزه ګړندۍ کړو.

که څه هم نشه يي موادو ته اسانه او ارزانه لاسری د معتادینو د ډېروالي ستر لاملونه ګڼل شوي، خو افغان ځواکونه بیا د اعتياد د ډېروالي یو دلیل سږ کال د کوکنارو د کښتونو اړولو لپاره د بودجې کموالی بولي.

ارشیف، په هلمند کې د کوکنارو د فصل یو انځور
ارشیف، په هلمند کې د کوکنارو د فصل یو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې عملیات به د نشه يي موادو تولید او بازارونو ته د نشه يي موادو لېږل را کم کړي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې پخوانی معین ډاکتر محمد ظفر بیا د ځوانانو بېکاري او قاچاق کوونکو د نیولو لپاره د پروګرام نشتوالی په ښارونو کې د نشه يي موادو د ډېروالي اصلي لامل بولي او وایي: د معتادینو شمېر به تر دې هم ډېر شي، ځکه چې خلک کار نه لري، جګړه ده او خلک خفه دي، دې ټولو ستونزو پر خلکو باندې ناوړه اغېز کړی دی، دا هغه عوامل دي چې ځوانان په نشو اخته شي، بله خبره دا ده چې خلک معتادین ويني چې په ښارونو کې ازاد تګ راتګ کوي، اصلي مسئله دا ده چې حکومت څنګه کولی شي چې د نشه يي موادو د خرڅوونکو مخه ونیسي؟ ترڅو چې د نشه يي موادو د کښت، قاچاق او خرڅلاو مخنیوی ونه شي، اعتیاد به ورځ په ورځ پسې ډېرېږي، له بده مرغه چې اوس نشه يي مواد ډېر دي او قاچاق کوونکي هم ازاد ګرځي.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ښارونو کې د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز تازه راپور ښيي چې یوازې سږ کال د اسد په میاشت کې (۱۱۹) قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG