د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د سپټمبر په پنځلسمه د بنګله دېش له لوبډلې سره د شلو اورونو سیالي لري.
دا سیالي په بنګله دېش کې کېږي.
سیالي به د کابل په وخت د مازدیګر په پنځو بجو پیل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن مازیګر په پنځو بجو د بنلګه دېش په وړاندې میدان ته لاړ شي او د دې لپاره افغانستان لوبډله پوره تیاره ده.
د درېيو هېوادونو، افغانستان، بنګله دېش او زیمبابوې د کرکټ دا سیالۍ د جمعې په ورځ پیل شوې دي.
افغانستان پرون د زېمبابوې لوبډلې ته ماته ورکړه.
فرید هوتک وویل چې هره لوبډله دوه مسابقې لري او پایلوبه د سپټمبر په ۲۴مه پلان شوې ده.