د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د رأیې اچولو په مرکزونو کې د ښځو عکس اخیستل څه ستونزه لري؟


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د انتخاباتو په ورځ به د ښځو لپاره د رأیې اچولو په مرکزونو کې ښځې کار کوي، نو د عکس اخیستلو اندېښنه ځای نه لري.

د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې دا وار به په انتخاباتي مرکزونو کې پرمختللي ماشینونه د رأيې ورکوونکو بایومټریک معلومات ثبتوي، یعنې د ګوتې نښه، د سترګو عکس او د هر وګړي د مخ عکس به اخلي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې دا پرېکړه د افغانانو دیني عقیدې او ټولنیزو دودونو ته د پاملرنې پر اساس شوې او د خلکو معلومات به خوندي وي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

عبدالعزیز ابراهیمي پرون د سپټمبر په څوارلسمه ازادي راډیو ته وویل: د هغوی معلومات به له موږ سره خوندي وي، په مرکزونو کې به زموږ ټول کارکوونکي چې د هغوی عسکونه به اخلي، ښځې وي.

د ابراهیمي په وینا، په مخکنیو ټاکنو کې د ښځو په نوم خیالي رأیې اچول شوې وې او درغلي شوې وه.

په افغانستان کې د پاسپورټ، تذکرې او د مسافرت د وېزې لپاره د ښځو عکس اخیستل کېږي، نو د رأيي اچولو لپاره د ښځو عکس اخیستل ولې ستونزمنه مسئله ده؟

په افغانستان کې د ازادو اوعادلانه انتخاباتو په نوم د یوې غیر دولتي ادارې مشر یوسف رشید وویل، کمېسون خلکو ته د بایومټریک سېستم په اړه سم او کافي معلومات نه دي ورکړي.

یوسف رشید په ټاکنو کې د بایومټریک معلوماتو د ثبت له ټکنالوژۍ د کار اخیستلو ملاتړ وکړ.

هغه تأیید کړه چې په مخکنیو انتخاباتو کې درغلۍ شوي او د ښځو په نوم رأیې اچول شوې وې.

رشید څو ورځې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې یو شمېر کسان به چې د انتخاباتو مخالف دي، له دې مسئلې سو استفاده وکړي او د ښځو ګډون به کمزوری کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارلانشا پخواني مشر ضیاالحق امرخېل هم د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون ملامتي ور واړوله.

ضیاالحق امرخېل پرون ازادي راډیو ته وویل: که عکس او بایومټریک معلومات او نور تدابیر ډېره ښه خبره ده، خو دا په هغو سیمو کې ښه ده چې د خلکو د سواد کچه لوړه وي، کمېسيون به په ښاري سیمو کې له ستونزو سره مخامخ نه شي، خو په کلیوالي سیمو کې حتمي له ستونزو سره مخامخ کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارلانشا پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارلانشا پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل

د ټاکنو دې څارونکي زیاته کړه چې کمېسيون لا هم وخت لري چې مسئله حل کړي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې انتخابات یوه ملي پروسه ده او خلک باید د دې پروسې له بریاليتوب سره هره همکاري وکړي.

د رپوټونو پر اساس، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول، د ټولو رأیې ورکوونکو ۳۳ فیصده ښځې وې.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه دي.

په افغانستان کې د رأیې ورکولو په شرایطو د برابرو وګړو دقیق شمېر نه دی څرګند ځکه په وروستیو کلونو کې د وګړو دقیقه سرشمېرنه نه ده شوې.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي چې نهه ميلیونه او ۶۶۵ زره کسانو چې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر وو، نومونه ثبت کړي.

په دې کې ۳ ميلیونه او ۳۳۴ زره ښځې دي.

XS
SM
MD
LG