د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

فرید نوید: نشه هېڅ کله د چا غم نه کموي، بلکي نور غمونه يې هم پر اوږو باروي


یو شمېر افغان معتادین
یو شمېر افغان معتادین

فرید نوید هغه سندرغاړی دی چې دوه کاله وړاندې په نشو اخته شو او سندرې یې پرېښودې.

هغه غږ چې څو کاله د موسیقۍ له مینه والو څخه ورک و، خو اوس بېرته پيدا شوی دی.

فريد نويد نږدې دوه کاله مخکې په نشه يي موادو اخته شو چې له دې امله سندرې هم ځنې پاتې شوې.

دی وايي چې د خپلو درېیو لوڼو له غمه یې نشو ته مخه کړه، خو نشو نه يوازې دا چې د لوڼو غم ځنې هېر نه کړ، بلکې په يوه بل غم يې هم اخته کړ.

دی وایي: زما لوڼې د وینې په سرطان اخته شوې، یوه یې په څوارلس کلنۍ او بله يي په دوولس کلنۍ کي وفات شوه، کله چې مې دا غم ولید، نو رواني ناروغي راته پيدا شوه او وروسته په نشو اخته شوم، خو اوس د خدای په فضل او د دوستانو په همکارۍ بېرته روغ شوی او خپل هنري ژوند ته را ګرځېدلی یم.

فرید نوید اوس بېرته په کندهار ښار کي د موسیقۍ دفتر پرانيستی او غواړي چې په خپل هنر خلک خوشاله وساتي.

کندهار
کندهار

د فريد نويد د سندرو دوه مينه وال محمد نسیم او ذبیح الله خوشاله دي چې فريد روغ شوی او بېرته يې سندرو ته مخه کړې ده.

دوی وایي:

"زه خوښ يم چې فرید نوید نشې پريښي، روغ شوی او اوس يې بېرته سندرې شروع کړي دي، زموږ هیله دا ده چې دی یو ځل بیا د خپلو مینه والو لپاره د پخوا غوندې سندري ووايي."

"موږ ډېر خوشحاله یوو چې فريد نويد روغ شو او د پخوا په شان موږ ته سندرې وايي، موږ به يې د پخوا په شان وهڅوو چې خپل هنر وپالي او موږ ته سندرې ووايي."

فرید نوید له کورنیو څخه غوښتنه کوي چې د خپلو ځوانانو له حال څخه ځانونه خبر کړي او له نشو څخه یې را وګرځوي.

دی زیاتوي چې نشه هېڅ کله د چا غمونه نه کموي، بلکي نور غمونه يې هم پر اوږو ورباروي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00
مستقیم لېنک


  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG