د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

ملي امنیت په کابل کې د ۲۹ خونړیو بریدونو مهم عاملین ونیول


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په کابل کې د تېرو درېیو کلونو د ۲۹ خونړیو بریدونو مهم غړي ونیول.

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست له تېرو درېیو کلونو راپدېخوا په کابل کې د هغو ۲۹ ترهګریزو خونړیو بریدونو عاملین نیولي چې ګن شمېر افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ملي امنیت لوی ریاست په کابل کې خبریالانو ته هغه درې کسان د کمرو مخې ته راښکاره کړه چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې مهم غړي دي.

د ملي امنیت د چارواکو په وینا، دغو درېیو کسانو په کابل کې د داعش ډلې لپاره د خونړیو بریدونو زمینه سازي کوله.

په نیول شویو درېیو کسانو کې شریف او عبدالواحد هغه څوک چې د بریدونو لپاره یې د داعش ډلې له برید ګرو سره همکاري کوله او یو بل یې صابر بیا هغه څوک دی چې د داعش ډلې برید ګرو لپاره یې نظامي لباس چمتو کاوه.

د اسلامي دولت ډلې (داعش) نیول شوي دوو غړو شریف او عبدالواحد له خبریالانو سره په خبرو کې په شش درک کې د خبریالانو پر وړاندې د برید قیصه داسې بیانوي:

"دوهم برید چې پر خبریالانو وشو، له بریدګر سره یو تور بیک و او هغه منتظره وه چې د خبریالانو جمعیت ډېر شي، بیا په کې ځان ته چاودنه ورکړي چې همداسې وشول."

"ماسره چې هم کوم برید ګر و، موږ دواړو چای وڅښه، کباب مو وخوړ، له هغې وروسته بریدګر خپل ځانته چاودنه ورکړه، ګن شمېر خبریالان یې ووژل."

د ملي امنیت لوی ریاست چارواکي همداراز وايي، د عاشورا مراسم چې پرته له کومې پېښې ترسره شول، علت یې همدا و چې دغه خطرناکه ترهګریزه ډله نیول شوې وه.

نیول شوي کسان له رسنیو سره په خبرو کې وايي چې د تېرکال کوچني اختر په لومړۍ ورځ پر ارګ باندې توغول شوي راګټونه، په روښنايي جنبش باندې بریدونه، د امام زمان پر جومات برید، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت پر ودانۍ بريد، په شش درک کې پر خبریالانو برید، د سردار محمد داود خان پر روغتون برید او د استاد برهان الدین رباني د پوهنتون د محصلینو پر کاسټر ډوله موټر برید او یو شمېر نورو بریدونو تر شا د دوی لاس و.

XS
SM
MD
LG