د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ د لومړي پړاو قضیه څارنوالۍ ته ولېږل شوه


د افغانستان د کرکټ غوره لیګ (اې. پي. ال) د لومړي پړاو قضیه د څېړنو لپاره څارنوالۍ ته ولېږل شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې په دغه لیګ کې د فساد شته تورونه روښانه شي، د کرکټ بورډ ادارې دغه قضیه لویې څارنوالۍ ته وسپارله.

د ښاغلي هوتک په خبره، افغان کرکټ بورډ د افغانستان د غوره لیګ د ترسره کوونکي کمپنۍ سنکسر سپورټ سره هم د مالي ستونزو له امله تړون لغوه کړ.

د ده په خبره، د تړون له مخې سنکسر سپورټ باید د لیګ د پای ته تر رسېدو ۱۵ ورځې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ ته پیسې ورکړې چې د نهمو میاشتو تېرېدو وروسته یې هم لا نه دي ورکړي.

له دې سره جوخت د افغانستان د کرکټ شل اوریز لیګ دوهم پړاو چې ټاکل شوې وه راتلونکې میاشت وشي، بل کال ته ځنډول شوی دی.

XS
SM
MD
LG