د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د ازادي راډيو نظر پوښتنه: د امریکا او طالبانو د خبرو د بیا پیل ۶۳ سلنه مخالفین


په فېس‌بوک او ټویټر پاڼو کې د ازادي راډیو د نظرپوښتنې انځورونه
په فېس‌بوک او ټویټر پاڼو کې د ازادي راډیو د نظرپوښتنې انځورونه

د ازادي راډیو نظرپوښتنه ښيي چې د دغې رسنۍ ۶۳،۴۱ سلنه مخاطبین نه‌غواړي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې اترې له سره پیل شي.

په دغې غیر علمي نظرپوښتنه کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۸» له طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرو له لغوه کېدو یوه ورځ وروسته د ازادي راډیو په دري او پښتو فېس‌بوک پاڼه ایښودل شوې وه، ۲۴۶۰۰ کسانو رأیه ورکړې ده.

په دغې نظرپوښتنه کې چې یوازې د ازادي راډیو د مخاطبینو د نظر د سنجولو لپاره ترسره شوه، ۱۵۶۰۰ کسان په دې باور دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې باید بیا پیل نه‌شي، خو ۹۰۰۰ نور کسان مخالف نظر لري.

خو د دغې نظرپوښتنې پایله د ازادي راډیو په دري او پښتو ټویټرپاڼه کې توپیر لري.

په ټویټرپاڼو کې چې کاروونکي یې له فېس‌بوک پاڼو سره توپیر لري او تر ډېره رسمي کسان ورڅخه کار اخلي، په ټوله کې ۱۴۴۱ کسانو نظر ورکړی دی.

۸۸۰ تنو یعنې ۶۱،۰۱ سلنه مخاطبین په دې نظر دي چې باید د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې له سره پیل شي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د کابل ښار په شش درک سیمه کې د طالبانو د پنجشنبې د ورځې تر ځانمرګي برید وروسته په یوه بېړني اقدام کې د شنبې په شپه د طالبانو له مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او په دوحه کې یې د سولې خبرې ودرولې. په دغه برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

په پام کې وه ښاغلی ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر په استراحت ځای یا کمپ ډېوېډ کې د طالبانو له مهمو مشرانو او همداراز له ولسمشر اشرف غني سره وویني.

د افغانستان حکومت د ولسمشر ټرمپ د دې اقدام ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې سوله له اوربند پرته امکان نه‌لري.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست د معرفي کولو پر مهال وویل چې له اوربند پرته خبرې نا ممکنه دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد شااوخوا نهه میاشتې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره مذاکرات وکړل او په اصولو کې د افغانستان د کړکېچ پای ته رسولو لپاره پر یوه توافق هم سره سلا شول.

XS
SM
MD
LG