د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۱

د منچستر سیټي د لوبغاړو ارزښت یو میلیارد یورو ته ورسېد

د منچستر سیټي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي
د منچستر سیټي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د انګلستان د فوټبال غوره لیګ د اتلې لوبډلې منچستر سیټي د لوبغاړو ارزښت یو میلیارد یورو ته ورسېد.

په سویس کې د فوټبال یوې څېړنیزې مؤسسې دغه اعلان تر یو لړ څېړنو وروسته کړی.

دوی وايي، د فوټبال د غوره لیګ اتله لوبډله منچستر سیټي لومړنۍ لوبډله ده چې د لوبغاړو ارزښت‌یې یو میلیارد یورو ته رسېږي.

دغې مؤسسې یادې څېړنې د اروپا د پنځو معتبرو لیګونو لکه (غوره لیګ، لالیګا، سرې ‌ا، لوشامپیونه او بوندس لیګا) ترمنځ کړې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG