د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

واشنګټن پوسټ: طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کېدل د جان بولتون لویه بریا ده


یو شمېر امریکايي ورځپاڼې (د ارشیف انځور)
یو شمېر امریکايي ورځپاڼې (د ارشیف انځور)
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لغوه کېدو د ډونالد ټرمپ په اداره کې کورنیو اختلافاتو ته پام اړولی دی.

د ورځپاڼې په وینا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د طرحې په اړه د یکشنبې په ورځ د ټرمپ تر پرېکړې وروسته شک او تردید رامنځته شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، ټرمپ چې ژمنه‌یې کړې د افغانستان جګړې ته به د پای ټکی ږدي، د افغانستان حکومتي مشرانو او طالبانو ترمنځ د سولې توافق تر لاسه کولو لپاره پټې خبرې لغوه کړې.

مطلب زیاتوي، د دې کتنې د لغوه کېدو په اړه بېلابېلو دلایلو او د امريکا او طالبانو ترمنځ د نورو خبرو احتمال، د ټرمپ په اداره کې ترینګلی وضعیت بربنډ کړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکلي، دغه ترینګلتيا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ملي امنیت سلاکار جان بولتون له یو بل سره سيالۍ ته درولي دي.

په مقاله کې راغلي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ تر ۱۰ مياشتو مذاکراتو وروسته، خلیل‌زاد یوه اوونۍ مخکې وویل چې په اصولو کې له طالبانو سره توافق ته رسېدلی دی.

خو د ورځپاڼې په وینا، جان بولتون د دغو مذاکراتو او طالبانو سره د هر ډول معاملې مخالف دی.

پامپیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نږدې پنځه زره امریکايي سرتېرو د وتلو پلان وځنډول شو؟ وویل چې هیله‌مند دی داسې ونه‌شي.

خو د ورځپاڼې په وینا، ځیني کسان په دې باور دي چې د سولې خبرو له تېرېدو سره، احتمال شته چې ټرمپ د لومړيو سرتېرو د وتلو پروګرام عملي کړي.

ورځپاڼې د یوه کس له قوله چې د مذاکراتو د لغوه کېدو د اعلان له جزئیاتو خبر دی لیکلي چې دا د بولتون لویه بریا ده.

ورځپاڼه زیاتوي، ښاغلي بولتون په افغانستان کې ۸۶۰۰ ته د امريکايي سرتېرو کمولو سره مخالفت نه‌دی ښوولی، خو نظر یې دا دی چې ټرمپ له طالبانو سره پرته له کومې معاملې کولای شي د خپل انتخاباتي کمپاین ژمنه عملي کړي او په سادګۍ سره په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر کمولو په اړه پرېکړه وکړي.

  • نیویارک ټایمز

نیويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې د خبرو د لغوه کېدو او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې عنوان‌یې دی "په داسې حال کې چې ټرمپ مذاکرات لغوه کړل، افغانستان له تاوتریخوالي سره مخامخ دی."

په مقاله کې راغلي، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل چې له ولسمشر اشرف غني او طالبانو سره‌یې په امریکا کې پلان شوې خبرې لغوه کړې، د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پامپیو په يوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، د امریکا ادارې تمه درلوده په کمپ ډېوېډ کې د غونډې په نتيجه کې به د سولې یوه موافقه لاسلیک شي.

خو د پامپیو په وینا، طالبانو په مذاکراتو کې د لا زیاتو امتيازاتو ترلاسه کولو په هدف، په افغانستان کې حملې نورې هم زیاتې کړې چې په نتيجه کې يې په کابل کې یو امریکايي سرتېری هم ووژل شو.

مقالې د ولسمشر غني له‌خوا طالبانو ته د سولې وړانديزونو ته په اشاره لیکلي چې هغه د طالبانو مذاکره کوونکو ته د پاسپورټ ورکولو وړانديز هم کړی وو او دوی یې د سولې خبرو ته وربللي وو، خو طالبانو د ده وړانديز رد کړ او د افغانستان حکومت‌یې لاسپوڅی باله.

مقاله زیاتوي چې امريکايي مذاکره کوونکو له ولسمشر غني سره د احتمالي موافقې د مسودې کاپي هم نه‌وه شریکه کړې، خو پر دې هر څه سربېره ولسمشر غني ظاهراً د ټرمپ په بلنه واشنګټن ته پر تګ او په کمپ ډېوېډ کې له طالبانو سره خبرو ته اماده شو.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مقالې په پای کې په کابل پوهنتون کې د افغانستان مرکز د رئیس عبدالوحید وفا له قوله لیکلي چې طالبانو یو لور ته حملې زياتې کړې او بل لور ته‌یې په دوحه کې د امتيازاتو غوښتلو ته دوام ورکړ. ښاغلي وفا ويلي، افغانان د بشپړې بې‌باورۍ په فضا کې پاتې وو.

XS
SM
MD
LG