د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۶

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبېږي


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په قطر کې د تمریناتو پر مهال

د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن د افغانستان ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره سیالي کوي.

دا لوبه د افغانستان په کوربه‌توب د ګاونډي هېواد تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې نن ماښام په ۶:۳۰ دقیقو ترسره کېږي.

افغانستان پنځه ورځې وړاندې (سپټمبر ۰۵) خپله لومړنۍ لوبه په لوی توپیر قطر ته وبایلله. قطري لوبغاړو د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل، خو مقابل لوري یو ګول هم جبران نه‌کړ.

د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې په هدف ۴۰ اسیايي ټیمونه سره سیالي کوي. افغانستان له قطر، عمان، بنګله‌دېش او هند سره په اې ډله کې دی.

د فوټبال نړیوال جام په ۲۰۲۲ کال کې د قطر په کوربه‌توب ترسره کېږي او ورپسې به په ۲۰۲۳ کال کې د اسیايي ملتونو جام ترسره شي.

XS
SM
MD
LG