د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

مسؤلین: په بلخ کې به د ټاکنو په ورځ له سلو زیات مرکزونه بند وي


د مزار شریف یو انځور
د مزار شریف یو انځور

په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې به د روانې نا امنۍ له وجهې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ څه باندې ۱۱۵ ټاکنیز مرکزونو بند پاتې شي.

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر محمد ایوب بیاني ازادي راډیو ته وویل چې ټول ټال دغه ولایت کې کابو ۵۰۰ زرو وګړو د رأیې ورکونې سټيکرونه اخیستي چې ۴۵ سلنه یې ښځې برابروي.

محمد ایوب بیاني وايي چې تر دې دمه د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د ټاکنو اساس او غیر اساس مواد نه دي رسېدلي او اساسي لامل یې د مزار- کابل لارې مسدود پاتې کېدل او په مرکزي کمېسیون کې د موادو دسته بندي ښودل شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم څو ورځې وړاندې ولایتونو ته د حساسو انتخاباتي موادو د لېږد د امنیت اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې دا اندېښنې دغو موادو ته د سیمه ییزو زورواکو او د دولت د وسله والو مخالفینو د لاسرسي له اړخه دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست

دی وایي: وضعیت ډېر حساس دی، کوم مواد مو چې د ولایتي دفترونو مرکزونو ته لېږلي، له امنیتي پلوه ورته په اندېښنه کې یوو، دغه اندېښنې د هغو کسانو له امله دي چې اعلامیې يې خپرې کړي او يا د سیمه ییزو زرواکو او هغو کسانو له امله دي چې غواړي دغه بهیر له ننګونو سره مخ کړي.

میرزا محمد حق پرست ویلي چې چې د حساسو موادو د لېږد د امنیت په اړه يې خپلې اندېښنې څو وارې له امنیتي بنسټونو سره شریکې کړي دي.

په دې موادو کې بایومټریک دستګاوې، د رأیې ورکونې پاڼې، د رأیې ورکوونکو نوملړ او د رأیو صندوقونه شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د وږې د میاشتې په اتمه نېټه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوو په ګډون د حساسو انتخاباتي موادو استول پیل کړل.

د انتخابات حساس مواد
د انتخابات حساس مواد

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر وايي، په اتو ولسوالیو کې به د شته نا امنیو په دلیل زرګونه کسان په ټاکنو کې برخه وانه خلي.

هغه زیاته کړه: اساس مواد د پلان له مخې باید تېره ورځ را رسېدلي وای، خو له بده مرغه مونږ ونه توانېدو چې ترلاسه یې کړو، توقع دا ده چې ژر یې ترلاسه کړو، امېد مو دا دی چې له ۲۰۰ څخه زیات مرکزونه فعال ووسي، په ټولیز ډول ۳۱۵ مرکزونه لرو، له ګواښ سره مخ مرکزونه په شولګره، چهاربولک، کشنده، چمتال، شورتپه، کلدار او زارع ولسوالیو کې دي.

د بلخ د ولایتي شورا استازي هم د دغه ولایت په ګن شمېر ولسوالیو کې د طالب وسله والو د فعالیت زیاتېدو په اړه اندېښمن دي او وايي چې که نا امني په همدې شان دوام وکړي، کابو ۵۰ سلنه سټیکر لرونکي کسان په ونشي کولی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې په بلخ کې خپله رأیه وکاروي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید ازادي راډیو ته ووېل: په بلخ ولایت کې هم نا امني مخ په زیاتېدو ده، زه فکر کوم که نا امني په همدې شان زیاته شي، زما ګمان دا دی چې ۵۰ سلنه رأیې ورکونکي به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

د بلخ امنیتي چارواکي هم په دغه ولایت کې د طالب وسله والو پراخ فعالیت او د هغوی د وسله والو حملو زیاتېدل تأییدوي، خو وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو د امن ترسره کېدو لپاره یې امنیتي پلان جوړ کړی چې د تطبیق په حال کې دی.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې دغه پلان یې د ملي اردو، ملي امنیت او د ټاکنیزو کمېسیونونو په همغږۍ سره جوړ کړی او د بلخ په نا امنو ولسوالیو کې د پلي کېدو په حال کې دی.

عادل شاه وویل چې د ټاکنو په ورځ د انتخاباتي مرکزنو د امنیت خوندي کول، تر ټاکنو مخکې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د پوځي عملیاتو ترسره کول او د هوايي ځواک په مټ د دښمن د پټنځایونو په نښه کول د دغه پلان اساسي مسایل دي.

ار شیف، افغان ځواکونه په بلخ کې
ار شیف، افغان ځواکونه په بلخ کې

ښاغلي عادل وویل: پلان جوړ شوی، ټول امنیتي اړخونه په کې شامل شوي، په عین وخت کې مونږ خپل عملیات زیات کړي او چېرته چې د ټاکنو مرکزونه وي، د هغو د امنیت خوندي ساتلو لپاره مو هم کار کړی.

یوازې بلخ نه دی چې د نا امنۍ له امله به د انتخاباتو په ورځ د رأیې ورکونې له سلو زیات مرکزونه په کې تړلي وي، په سرپل او جوزجان کې هم چارواکي اندېښنه ښايي چې د شته نا امنیو په دلیل به د رأیې ورکونې سلګونه مرکزونه بند پاتې شي.

XS
SM
MD
LG