د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د افغانستان د حج او اوقافو سرپرست د ملاتره خېل او د هغه د وروڼو محاکمه وغوښته


د ولسي جرګې پخوانی غړی ملاتره خېل محمدي
د ولسي جرګې پخوانی غړی ملاتره خېل محمدي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب ادعا کوي چې په ارګ کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د ملاتره خېل محمدي او د نوموړي وروڼو له لوري ورته سپکې سپورې وویل شوې او وروسته یې ورباندې حمله وکړه.

ښاغلی منیب وايي، دغه چلند د ولسمشر د دفتر د رئیس او د جمهوري ریاست د نورو کارکوونکو د سترګو په وړاندې شوی دی.

دی وایي: له لمانځه وروسته کاکړ صاحب (د ولسمشر د دفتر رئیس) راته وویل چې جناب وزیر صاحب زه او ملاتره خېل له تاسره کار لرو، د دې پرځای چې کار راته ووايي، په کنځلو یې پيل وکړ، غوښتل مې چې غونډه پرېږدم، لاس یې زما ونیو او ویې ویل چې کېنه، لاس یې را واچاوه، کله چې د جومات له دروازې را ووتم، څلور وروڼه یې راغلل او کنځاوې یې راته وکړې او په فزیکي عمل یې لاس پورې کړ.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي چې ولسمشر ته یې لیک استولی او په هغه کې یې د ملاتره خېل او د هغه د وروڼو د محاکمې غوښتنه شوې.

ښاغلی منیب ګواښ کوي چې که حکومت اوعدلي بنسټونه یې د وهلو موضوع ته رسېده ګي ونه کړي، خپله به لاس په کار شي.

نوموړی زیاتوي چې له ملا تره خېل سره هېڅ شخصي دښمني نه لري، خو ملاتره خېل د حج په پروسه کې خپلوانو او نږدې دوستانو ته د فوق العاده سهمیې غوښتونه کوله چې دا غوښتنه یې ونه منل شوه.

ملاتره خېل محمدي د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې وکیل و.

نوموړی د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د خلکو د شکایتونو په اساس د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له لوري د نوماندۍ له لېسته حذف شو.

خو د نوموړي دوه وروڼه شاه وزیر تره خېل او حاجي خان محمدي ولسي جرګې ته لاره وموندله.

په ورته وخت کې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته ملاتره خېل محمدي په یوه خبري ناسته کې په ښاغلي منیب فزیکي برید رد کړ او زیاته یې کړه چې یوازې لفظي مشاجره یې ورسره کړې ده.

نوموړی وايي، د حج او اوقافو وزارت له سرپرسته یې د جمعې په ورځ وغوښتل چې د شلمې ناحیې جومات رسمي کړي، خو د ښاغلي منیب له منفي ځواب سره مخ شو.

ده وویل: دی وایي چې د مطبوعاتو پروړاندې یې زه وهلی یم، دا دروغ دي، زموږ ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې ده، هغه هم د خپل ولس د حقوقو په خاطر.

له دې څه موده وړاندې د ملا تره خېل محمدي ورور موسی ترخېل په بېلابېلو جرمونو کې د لاس او غیر مسؤلو وسله والو کسانو د درلودلو په تور د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او بېرته ازاد شوی و.

بل پلو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وایي چې دغه مسئله په جدي ډول تعقیبېوي او لازم اقدامات به ترسره شي.

XS
SM
MD
LG