د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

د ښځینه والیبال د ټاکنیزو سیالیو اتلولي د سرې میاشتې لوبډلې وګټله


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ښځینه والیبال لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د سرې میاشتې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل، چې د دغو سیالیو په پایلوبه کې د سرې میاشتې لوبډلې د هرات د والیبال د نجونو لوبډلې ته ۳ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.

د ښاغلي پیمان په خبره، د دغو سیالیو په نیمه پایلوبه کې د سرې میاشتې لوبډلې د سولې او د هرات لوبډلې بیا د ښاروالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وې.

له دغو سیالیو څخه ۱۶ غوره څېرې د افغانستان د لویانو د والبیال ملي لوبډلې ته او ۱۴ تنه نور د ځوانانو لوبډلې ته غوره شوې.

XS
SM
MD
LG