د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې کوېټ ته ماته ورکړه


د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې پرله پسې دوهمه بریا خپله کړه.

په دغو سیالیو کې د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې دوهمه لوبه د کوېټ پر وړاندې وه چې افغان لوبډلې په اوو ویکټو وګټله.

په دغه لوبه کې کوېټ لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په زیان سره يې په ۲۷،۳ اورونو کې افغان لوبډلې ته د ۸۶ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې یې افغان ځوانانو ورکړی شول چې هدف د لوبې په ۱۳م اوور کې د درېیو ویکټو په زیان سره ترلاسه او په روانو سیالیو کې خپله دوهمه بریا خپله کړي.

افغان لوبډلې له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې د پاکستان ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې ته په ۸۵ منډو ماته ورکړې وه.

د دغو سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې درېیمه لوبه د سپټمر په ۹مه د هندوستان پر وړاندې ده.

XS
SM
MD
LG