د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

په ۱۲ ولایتونو کې جګړه؛ ایا د جنګ ابتکار د افغان ځواکونو په لاس کې دی؟


آرشیف،
آرشیف،

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دمګړۍ ددغه هېواد په دولسو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ جګړه روانه ده. امنیتي چارواکي پر مخالفینو د یرغلیزو عملیاتو خبره کوي، خو د ملي شورا غړي وایي چې دولتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، افغانستان لا هم د جګړې خونړۍ ورځې تېروي. د روان کال په پیل کې چې حکومت د خالد په نوم د عملیاتو پیلېدو اعلان وکړ، په ډېر شمېر ولایتونو جګړه توده شوې او ورسره د طالبانو بریدونو هم زور اخیستی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ (وږي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانوترمنځ جګړې شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د دفاع وزارت د ویاند ادعا کوي چې په فراه، بدخشان، هرات، کندز، ارزګان، غزني، بلخ، زابل، پکتیکا، هلمند، کندهاراو بغلان کې په عملیاتو کې نزدې ۲۵۰ طالبان وژل شوي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. پر دغو ولایتونو سربېره له تخار او فاریاب څخه هم د جګړې راپورونه ورکړل شوي.

ښاغلي امان وویل، دولتي ځواکونه په تهاجمي حالت کې دي او د طالبانو د پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.

د نوموړي په وینا اوسمهال زیاتې امنیتي ستونزې په شمالي ولایتونو کندز او بغلان کې دي.

"دغه ځایونه په نظر کې لرو. ډېر ژر به په بغلان او په ځانګړې توګه پلخمري ښار کې پراخ عملیات پيل شي. د عملیاتو پروړاندې لوی خنډ د ملکي تلفاتو رامنځته کېدل دي، ځکه طالبان د خلکو په کورونو کې سنګر نیسي، دغه کار یې د بغلان په چشمه شیر او زمان خېل سیمو کې کړی."

د دفاع وزارت ویاند په داسې حال کې د یرغلیزو عملیاتو خبره کوي چې په تېرو څو ورځو کې د کندز، بغلان او فراه پر مرکزونو د طالبانو بریدونو بریدونه وکړل.

ښاغلي امان وویل چې پر فراه ښار د طالبانو حمله په شاه تمبول شوې ده.

خو یو شمېر پوځي کارپوهان او د ملي شورا غړي بیا د دفاع وزارت دغه ادعا نه تاییدوي او وايي چې برعکس طالبان په تهاجمي او دولت په دفاعي حالت کې دی.

د ولسي جرګې د امنیتي چارو کمیسیون رییس محمد هاشم الکوزی وایي، د یو شمېر ولایتو پر مرکزونو د طالبانو بریدونو د ملي شورا غړي اندېښمن کړي دي.

ښاغلي الکوزي وویل چې "افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په سنګرونو او ښارونو کې په دفاعي حالت کې دي، خو طالبان په تعرضي حالت کې دي، چې په یوشمېر ښارونو یې حملې کړې."

خو سیاسي کارپوه صالح محمد رېګستاني بیا وایي چې دمګړۍ طالبان او دولتي ځواکونه دواړه په تعرضي حالت کې دي.

ښاغلی رېګستاني د بدخشان جرم او وردوج ولسوالیو ته اشاره کوي چې دولتي ځواکونو وکولی شول، کلونه وروسته د عملیاتو په پایله کې د طالبانو له کنټروله آزاد کړي.

خو دده په خبره، "په ځینو نورو ساحو لکه، فراه، کندز، بغلان کې بیا ابتکار د طالبانو په لاس کې دی، نه طالبان او نه هم د افغانستان دولتي ځواکونه د دې امکانات لري چې په ټول افغانستان کې تهاجمي عملیات وکړي."

په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، افغانستان لا د جګړې خونړۍ ورځې تېروي. په کابل ښار او ولایتونو کې د طالبانو ډله ییزو او ځانمرګو بریدونو او په ورته وخت کې د پوځ عملیاتو ډېرېدو دواړو لورو ته مرګ ژوبله ډېره کړې او ورسره د ملکي خلکو په تلفاتو هم زیاتوالی راغلی.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې چې په جولای میاشت کې خپور شو، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۶۶ ولسي وګړي وژل شوي چې له درېیو یوه برخه یې ماشومان دي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي.

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره د دولتي ځواکونو عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه د مخالفینو په بریدونو کې تر اوښتې مرګ ژوبلې ډېره وبلله. خو دولت د ولسي تلفاتو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور غیرواقعي وباله.

XS
SM
MD
LG