د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۷

سرچینه: "د افغان حکومت اندېښنې د خلیل‎زاد په کچه حلېدونکې نه ‎دي"


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د لیدو پر مهال.

د افغان حکومت د کابینې یو وزیر څو ساعته وروسته له هغې چې امریکا ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکي سفر په اړه خبر ورکړ، نن جمعه د اګسټ ۶مه، ازادي راډیو ته وویل، دغه سفر وځنډېډ.

سرچینه زیاتوي، دغه سفر "د سولې په اړه د افغانستان او امریکا ترمنځ د ګډې اعلامیې له متن سره د ښاغلي غني د مخالفت" له امله وځنډېډ.

دغې سرچینې ونه‎غوښتل نوم‎یې واخیستل شي، ځکه وايي چې اجازه نه‎لري د دغه حساس مورد په اړه له رسنیو سره خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ رسماً په دې اړه څه نه‎دي ویلي او امریکا ته د ولسمشر د احتمالي سفر د تأیید یا رد په اړه‎یې له خبرې کولو ډډه وکړه.

امریکايي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه خبرې نه‎دي کړي. په افغانستان کې د امریکا سفارت هم د ازادي راډیو د پيغام په ځواب کې ویلي چې، "دوی په داسې موقف کې نه‎دي چې په دې اړه نظر ورکړي".

په ورته وخت کې، افغان حکومت کې یوه بله باخبره سرچینه د کابیې د وزیر څرګندونې ردوي او ازادي راډیو ته وايي چې د افغانستان او امریکا حکومتونه د ګډې اعلامیې په اړه په بشپړه توګه موافق دي او "اعلامیه وروستۍ شوې ده".

خو افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه‎لیک په اړه جدي اندېښنې لري. سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‎غواړي نوم‎یې واخیستل شي، زیاته کړه چې دا اندېښنې د "خلیل‎زاد په کچه" حلېدونکې نه‎دي. سرچینه زیاتوي چې ټاکل شوې ولسمشر غني د افغانستان د اندېښنو په اړه د امریکا له رهبرۍ سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

خو هغه د دغه سفر وخت مشخص نه‎کړ.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه‎لیک کې د افغان حکومت د اندېښنې وړ موارد کوم دي؟ دغې سرچینې وویل: "د هوکړه‎لیک په متن کې د جګړې د پای ته رسولو هېڅ روښانه ژمنه نه‎شته. دغه‎راز د افغانستان اصلي غوښتنه د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پیل او سراسري اوربند دی."

خو د دغې سرچینې په وینا، طالبانو د دغو دوو موضوعاتو په اړه روښانه ژمنه نه‎ده ښودلې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ. د راپورونو په اساس، هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه‎لیک متن ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته "ښودلی" دی.

تازه ښاغلي خلیل‎زاد له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې له طالبانو سره په څلورو مواردو په اصولو کې هوکړې ته رسېدلي دي.

خلیل‎زاد د دوشنبې په ورځ (د وږې ۱۱مه) ازادي راډیو ته زیاته کړه: "لومړی د ترورېزم د موضوع په اړه چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې سیمو باید امریکا او متحدینو ته‎یې خطر نه‎وي. بل [له افغانستانه د امریکايي] ځواکونو د کمولو او وتلو مسئله په شرایطو پورې تړلې ده. درېیم د بین‎الافغاني مذاکراتو مسئله او څلورم دایمي اوربند".

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه‎لیک د مسودې په اړه غبرګون ښودلی دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: " لکه څنګه چې پخواني امریکايي چارواکي او سناتوران د سولې د هوکړه‎لیک په اړه اندېښنه لري افغان حکومت هم په دې اړه اندېښمن دی."

بل‎خوا د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال د سولې روانه پروسه یوه "دسیسه" یادوي او وايي چې افغان حکومت حاضر نه‎دی "دوهم ګندمک" لاسلیک کړي.

په افغانستان کې د واشنګټن د تقریباً ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ډیپلوماتیکو هڅو د تاوتریخوالو کچه نه‎ده راټيټه کړې. طالبانو په قطر کې د خبرو ترڅنګ د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپل تحرکات زیات کړي دي.

یو له اندېښنو پر وسله‎والو باور کول دی.

وړاندې له دې په افغانستان کې ۹ پخوانیو امریکايي ډیپلوماتانو خبرداری ورکړی چې که د دغه هېواد ځواکونه د "رښتینې سولې" له هوکړې پرته له افغانستانه ووځي، ښايي افغانستان "بشپړې کورنۍ جګړې" سره مخ شي.

اوس‎مهال په افغانستان کې شااوخوا ۲۰ نړیوال ځواکونه حضور لري چې ډېری یې امریکایان دي. د هغوی عمده دنده روزنه، مشوره او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته ده.

XS
SM
MD
LG