د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

نوماند ابراهیم الکوزی: چاته به د انتخاباتو د مهندسي کولو اجازه ور نه کړو


د ولسمشرۍ نوماند محمد ابراهیم الکوزی وايي، چاته به د انتخاباتو د مهندسي کولو اجازه ورنه کړي.

د ولسمشرۍ نوماند محمد ابراهیم الکوزی وايي، د ټولو ګوندونو غړي دې را ټول شي او یوه ملي اجماع دې جوړه کړي.

ښاغلي الکوزي چې د جمعې په ورځ یې د لویه جرګې په خېمه کې د یوې کمپایني غونډې پرمهال خبرې کولې، ګواښ وکړ چې انتخابات به مهندسۍ ته پرې نږدي.

دی وایي: په زغرده سره وايي چې ولسمشر او د انتخاباتو کمېسیون دې واوري، چاته به په انتخاباتو کې د پېټیو ډکولو او د انتخاباتو د مهندسي کولو اجازه ورنه کړو.

له دې وړاندې هم د ولسمشریزو انتخاباتو یو شمېر کاندیدانو په انتخاباتو کې د احتمالي لاسوهنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د ولسي جرګې تېرې ټاکنې له یو لړ درغلیو سره ملې وې چې ان څو ورځې وړاندې پخواني انتخاباتي کمیشنران په پنځه پنځه کاله بند محکوم شول.

د رأیې اچونې د یوه مرکز انځور
د رأیې اچونې د یوه مرکز انځور

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دوی په خپلو کارونو کې خپلواک دي، هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې په انتخاباتو کې درغلۍ وکړي.

د دغه کمېسیون ویاندوی شیما رضايي ازادي راډيو ته وویل: د انتخاباتو کمېسیون رهبري د افغانستان خلکو، انتخاباتي شریکباڼو او کاندیدانو ته ډاډ ورکوي چې هېڅ چا او کومې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې په انتخاباتو کې درغلۍ او لاسوهنه وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له ټولو خلکو غواړي چې په انتخاباتو کې د ممکنه درغلۍ د مخنیوي لپاره له دوی سره مرسته وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه کېږي چې دا مهال ورته شااوخوا شل ورځې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG