د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

راشد خان په ټېسټ لوبو کې د نړۍ تر ټولو کم عمره کپتان ثبت شو


راشد خان
راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی راشد خان په ټېسټ لوبو کې د نړۍ تر ټولو د کم عمره کپتان په توګه خپل نوم ثبت کړ.

د افغانستان او بنګله دېش لومړنۍ ټېسټ مسابقه پرون د بنګله دېش په چیټاګام کې پیل شوه چې د افغانستان د لوبډلې کپتاني راشد خان کوي.

دا له نړیوال جام سیالیو وروسته چې راشد خان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان ټاکل شوی، د ده په کپتانۍ د افغانستان د ملي ټیم لومړنۍ مسابقه ده.

پرون د لوبې پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

د لومړۍ ورځې تر پایه افغانستان په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۲۷۱ منډې وکړې چې رحمت شاه پکې سلیزه پوره کړه.

اصغر ستانکزي هم پنځوسیزه پوره کړې او لا هم نه دی سوځېدلی.

له بلې خوا د افغانستان تکړه ال راونډر محمد نبي ویلي چې له روانې ټېسټ لوبې وروسته له ټېست مسابقو سره د تل لپاره خدای پاماني کوي.

XS
SM
MD
LG