د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په اسیايي جام سیالیو کې پاکستان ته په لوی توپير ماته ورکړه.
د دغې لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وګټله، خو افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې افغان ځوانانو په ۴۶ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د پاکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۷۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۸۵ منډو په توپیر بایلوده.
شفیق الله غفاري چې د افغان لوبډلې په ګټه یې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله به په اسیا جام سیالیو کې خپله دوهمه لوبه د سپټمبر میاشتې په ۷مه نېټه د کوېټ پر وړاندې ترسره کړي.