د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷
کابل کې د چاودنې سیمه
کابل کې د چاودنې سیمه

کابل ښار کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۱۱۹ نور ټپيان کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وايي چې دغه چاودنه د دوشنبې شپه ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ولېج ته نږدې شوې ده.

کابل ښار درنې چاودنې ولړزاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وايي چې دغه چاودنه د دوشنبې شپه ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ولېج ته نږدې شوې ده.

ښاغلي رحیمي د دغې چاودنې د نوعیت په اړه جزئیات ورنه‌کړل.

۲۲:۵۱ ۱۱.۶.۱۳۹۸

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن شپه ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ولېج ته نږدې موټر بم چاودنه شوې ده.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، موټر بم چاودنې سره هم‌مهاله په سیمه کې د تېلو یو ټانک هم چاودنه کړې او اور یې اخیستی دی.

۲۳:۳۵ ۱۱.۶.۱۳۹۸

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه چې له موټر بم چاودنې وروسته یو شمېر حمله کوونکو نښته پیل کړې، راپورونه ردوي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته جزئیات شریک کړي.

وسله‌والو طالبانو د دغي پېښې مسؤلیت منلی دی.

۰۰:۳۶ ۱۲.۶.۱۳۹۸

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند سيمه کې د نن شپې موټر بم چاودنې ۵ تنه وژلي او ۵۰ نور ټپیان کړي دي.

ښاغلی رحیمي زياتوي چې دغه موټر بم ته په استوګنيزه سيمه کې چاودنه ورکړل شوې، ټول مړه او ټپيان ملکي وګړي دي او د شمېر د زياتوالي احتمال شته.

۰۹:۰۴ ۱۲.۶.۱۳۹۸

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د ګرین ولېج کمپ پر لوېدیځ دېوال د تېرې شپې په ټراکتور بم چاودنه کې ۱۶ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹ نور ملکي وګړي ټپیان دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې ۵ پټ شوي برید کوونکي چې غوښتل‌یې پر دغه کمپ برید وکړي له‌منځه وړي او ۴۰۰ بهرني اتباع‌یې د پېښې له سیمې ژغورلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG