د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲
کابل کې د چاودنې سیمه
کابل کې د چاودنې سیمه

کابل ښار کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۱۱۹ نور ټپيان کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وايي چې دغه چاودنه د دوشنبې شپه ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ولېج ته نږدې شوې ده.

کابل ښار درنې چاودنې ولړزاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وايي چې دغه چاودنه د دوشنبې شپه ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ولېج ته نږدې شوې ده.

ښاغلي رحیمي د دغې چاودنې د نوعیت په اړه جزئیات ورنه‌کړل.

۱۸:۱۳ ۱۲.۶.۱۳۹۸

د کابل ښار ختیځه څنډه قابل‌بای سیمه کې د ګرین ولېج په نوم د بهرنیانو پر یوه کمپ د تېرې شپې تر ځانمرګي موټربم برید وروسته، د سیمې اوسېدونکي د یاد کمپ د انتقال غوښتنه کوي.

د کابل په نهمې امنیتي حوزه کې د تېرې شپې برید، په سیمه کې د عامو خلکو کورونه تخریب او ځینې یې په بشپړه توګه له‎منځه یوړل.

د سیمې اوسېدونکو د سې شنبې په سهار «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۲» په لاریون لاس پورې کړ او ویې‎ویل چې د ګرین ولېج کمپ له امله په دغه سیمه کې په ځلونو انتحاري حملې شوي چې ملکي وګړو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي لاریونوالو له ځان سره وسلې لرلې او ډزې یې هم کولې چې له امله‎یې شااوخوا پنځه کسان ټپیان شول.

په قابل‌بای کې پر ګرین ولېج کمپ له حملې وروسته د سیمې د اوسېدونکو لاریون

د دغې سیمې یوه اوسېدونکي ملنګ ازادي راډيو ته په دې تړاو وویل: "دې برید ماشومانو او ګڼو نورو خلکو ته په وار وار زیانونه اړولي، څو ځلې مو دولت ته شکایت کړی چې له دې ځایه دې دا کمپ انتقال کړي، خو دولت هېڅ اقدام نه‌دی کړی، زموږ غوښتنه همدا ده چې ژر تر ژره دې دا کمپ انتقال کړي.

د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې ګرین ولېج او ورته نور پوځي مرکزونه او اډې چې ډېری یې بهرنیانو پورې اړه لري، باید د خلکو له کورونو لیرې انتقال شي.

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ په دې برید کې ۱۶ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹ ملکي خلک ټپیان دي.

د دغې پېښې له سیمې د کابل وزیر محمد اکبر خان روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ ټپیان وروړل شوي.

په قابل‌بای سیمه کې پر ګرین ولېج د حملې ټپیان

یاسمین چې په دغه برید کې ټپي شوې ازادي راډيو ته د برید کیسه داسې کوي: "کله چې چاودنه وشوه، ټول ویده وو، دا درېیم ځل دی چې زموږ کورونه ویجاړېږي، په تېره چاودنه کې هم په دغې سیمه کې زما د ورور پښه ماته شوه او دا دی درېیم ځل شو چې برید کېږي."

د دغه برید مسؤلیت طالبانو منلی او ادعا یې کړې چې بهرنیو ځواکونو ته‎یې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو د کورنیو چارو وزارت د دغه برید قربانیان ملکي خلک یادوي او وایي چې امنیتي ځواکونو پنځه بریدګر چې غوښتل‌یې د ګرین ولېج کمپ ته ننوځي، ووژل.

ښاغلي رحیمي د سې شنبې په ورځ په دې اړه د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: "د افغانستان د خلکو دښمنان په پټو سترګو حملې کوي، یو سیمه یا یو ځای نه په نښه کوي، بلکې داسې حملې ترسره کوي چې خلکو او ملکیانو ته هم په‌کې مرګ ژوبله واوړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانس پر مهال

دا حمله په داسې حال کې کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په قطر کې له طالبانو سره د خپل نهم پړاو خبرو له پای ته رسولو وروسته کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزئیات شریکوي.

ښاغلی خلیل‎زاد ټینګار کوي چې له طالبانو سره د یوه داسې توافق په درشل کې دی چې زورزیاتی لږ کړي.

د دې حملې په تړاو په کور دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تند عکس‎العمل تر ټولو د پام وړ دی. د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ویلي، وسله‎وال طالبان د بهرنیو استخاباراتي کړیو په لمسون بې‎ګناه افغانان وژني.

دغه خونړۍ حمله د نړیوالو سازمانونو او لوړپوړو چارواکو له لوري غندل شوې ده.

که څه هم د دې حملې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو منلی، خو نړیوالو سازمانونو او چارواکو له لوري په عکس‎العملونو کې د طالبانو نوم نه‎دی اخیستل شوی.

د طالبانو ډلې ویاند له اسوشیټډ پرس سره په خبرو کې ویلي، دا ډول حملې د سولې په خبرو کې د دوی قوي دریځ څرګندوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ دغه حمله وحشیانه بللې ده.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم په خپل ټویټرپاڼه کې دغه حمله په کلکو ټکو غندلې ده.

د اروپايي ټولنې استازي بیا وايي، دا حمله څرګندوي چې د حملې عاملین د بې‎ګناه افغانانو د وژلو پروا نه‎لري.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکلاس کې همدارنګه دا حمله غندلې او ویلي، ناټو ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د برید د قربیانیانو کورنیو غوښتنه بیا دا ده چې دواړه لوري دې د جګړو اصول په نظر کې ونیسي او ملکي وګړي دې هدف نه‌ګرځوي.

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم پر ګرین ولیج درې ځله حمله شوې ده.

۱۲:۵۱ ۱۲.۶.۱۳۹۸

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وسله‌وال طالبان په بشري ضد جنایت تورن کړل.

غني په کابل کې د بېګانۍ حملې په اړه ویلي چې د افغانانو او د هغوي د وطن پر ضد د وسله‌والو طالبانو جګړه یو بشري جنایت دی.

غني حمله غندلې او ترورېزم‌یې بللې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن د سپټمبر په درېیمه رسنیو ته استول شوې، ویلي چې د وسله‌والو طالبانو واګې له افغانستانه بهر دي او د بهرنیو کړیو په دستور افغانستان ویجاړوي او افغانانو ته تاوان رسوي.

د افغانستان ولسمشر له خپلو امنیتي ځواکونو مننه کړې چې په مختلفو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو د حملو په وړاندې درېدلي دي.

۱۲:۴۹ ۱۲.۶.۱۳۹۸

د کابل یو شمېر خلکو نن د سپټمبر په درېیمه، سهار په قابل بای کې د ګرین ولېج یا زرغون کلي مخې ته مظاهره وکړه.

هغوی غوښتل چې بهرنۍ ادارې او بهرني اتباع له هغه ځایه بلې سیمې ته وایستل شي.

د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د مظاهره‌چیانو امنیت نیولی دی.

د کابل د پولیسو په وینا، پر زرغون کلي تر چاودنې وروسته پنځه وسله‌وال هم ووژل شوو چې په سیمه کې پټ شوي وو او د حملې پلان‌یې درلود.

پولیسو ویلي چې ۴۰۰ بهرني وګړي یې د پېښې له ځایه وژغورل او امن ځای ته‌یې ولېږدول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په سیمه کې یې د پاک کارۍ عملیات نن سهار په پنځو بجو پای ته رسېدلي دي.

دا د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل راهیسې ۱۸مه خونړۍ حمله ده چې په کابل کې کېږي. په دې حملو کې ۱۹۳ کسان وژل شوي او ۸۹۷ تنه زخمیان شوي دي.

۱۰:۰۶ ۱۲.۶.۱۳۹۸

په کابل ښار کې د تېرې شپې د موټر بم چاودنې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریاله وايي چې لاهم د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

ویل کېږي چې دغه ډزې په سیمه کې د رامنځته شوي لاریون د تیت و پرک کولو په هدف د امنیتي ځواکونو له‌خوا کېږي.

دا زیاتوي چې د قابل بای یو شمېر اوسېدونکو په سیمه کې د ګرین ولېج کمپ د موجودیت په اعتراض لاریونونه پیل کړي دي او هڅه کوي چې دغه کمپ ته ننوځي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG