د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۹

د جرمني ولسمشر په پولنډ کې د تاریخ د خونړي ناورین له امله بښنه وغوښته


د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر

د جرمني ولسمشر د پولنډ په ویلون ښار کې د تاریخ د خونړي ناورین له امله د دغه هېواد له خلکو بښنه وغوښته.

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر چې له خپل پولنډي سیال اندژی دودا سره یو ځای د پولنډ ویلون ښار ته تللی و، د دغه ښار خلکو ته یې په خطاب کې وویل چې د ویلون ښار د قربانیانو په وړاندې د درناوي په دود سر ټیټوي او د بښنې غوښتونکی دی.

نوموړي وویل: زه ستاسې په وړاندې ولاړ یم، څوک چې ژوندي پاتې دي، د وژل شویو وارثینو، سپین ږیرو، ځوانانو او د ویلون اوسېدونکو، زه د مننې او شرمنده ګۍ په حالت کې ستاسې په وړاندې ولاړ یم، زه د پولنډ په قربانیانو د جرمني د ظلم له امله دوی ته د درناوي په دود سر کښته کوم او بښنه غواړم.

د پولنډ ولسمشر اندژي دودا پر پولنډ د المان د نازيانو برید یو وحشیانه عمل وباله او ویې غنده.

ده وویل، دوی نه شي کولی چې دوهمه نړیواله جګړه هېره کړي، که څه هم د دې جګړې شاهدان اوس نشته، خو دا ترخې خاطرې باید خوندي شي‎، تر څو دا ډاډ تر لاسه شي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې چې په ویلون او د پولنډ په نورو ښارونو کې او ورڅخه بهر کومې پېښې چې رامنځته شوي، نه تکراېږي.

د پولنډ ولسمشر اندژي دودا
د پولنډ ولسمشر اندژي دودا

په دوهمه نړیواله جګړه کې د درې ميلیونو یهودیانو په ګډون شپږ ميلیونه پولنډیان ووژل شول چې ټول تلفات ۵۰ ميلیونه کسانو ته رسېدل.

شتاین مایر او د نورو حکومتونو او دولتونو مشران پولنډ ته د دوهمې نړیوالې جګړې د پیل د اتیایمې کلیزې یادغونډې ته ورغلي وو.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د پولنډ خلک وستایل او ویې ویل چې د پولنډ د خلکو شخصیت، اعتقاد او ژمنې دا خلک متفاوت ته ګرځولي او ټینګار یې وکړ چې امریکا او پولنډ له خپلو نورو متحدانو سره د دفاع په برخه کې د یو بل تر څنګ ولاړ دي.

پنس دا هم وویل چې امریکا د خپلو متحدانو په غوښتنه د خپلو ژمنو د ترسره کولو لپاره پر دفاعي برخه ټینګار کوي.

تاکل شوې وه چې په دغه غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ګډون وکړي، خو د دوریان په نوم د طوفان له امله چې د امریکا د سواحلو په لور په حرکت کې دی، خپل سفر یې لغوه او مرستیال یې دغه غونډې ته ولېږه.

د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د المان د نازیانو له خوا د پولنډ اشغال د دوهمې نړیوالې جګړې پیل و.

XS
SM
MD
LG