د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

ځيني منتقدین: د رأیې ورکوونکو په نوملړ کې ځیني درج شوي نومونه خیالي دي


د انتخاباتو د نوملیکنې د یوه مرکز انځور
د انتخاباتو د نوملیکنې د یوه مرکز انځور

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او سیاسي جریانونه وايي چې د رأیې ورکوونکو نوملړ ناقص او ډېرې ستونزې لري.

دغه انتقاد کوونکي وايي چې دغه نوملړ د رأیې ورکوونکو په نومونو کې اشتباه لري او په لېست کې درج شوي ځیني نومونه خیالي دي.

د دوی له ډلې یو هم نصیر احمد عابد دی چې د کابل ښار د فاضل بېګ په سیمه کې د رأیې اچونې په یوه محل کې یې نوم لیکنه کړې، خو د رأیې اچونې په نوملړ کې د نوموړي د نوم او مشخصاتو پرځای د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د اوسېدونکي نوم درج دی.

عابد وايي، د کمېسیون د اشتباه له امله شاید د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د رأیې له حقه محروم شي.

ده وویل: کله چې په ویب سایټ کې اعلان وشو چې معلومات مو چک کړئ، کله مې چې چک کړل نو معلومات د بل کس وو، په داسې حال کې چې نمبر زما و، که پروسه همداسې عملي شي چې کمېسیون یې وايي، شاید له رأیې محروم شم، ځکه معلومات بشپړ غلط دي، که چېرې بایومټریک سره مطابقت ورکړل شي، شاید رأیه ور نه شم کړای.

په دې سربېره د سیاسي ګوندونو د کمېټې غړی نور رحمان اخلاقي ازادي راډیو ته وویل چې په نوملړ کې د رأیې ورکوونکو زیات غیر واقعي نومونه درج شوي چې کمېسیون یې په تصفیې نه دی بریالی شوی.

ده وویل: شاید له څلور میلیونو زیات نومونه خیالي وي، خو یو ټکی دا دی چې هغه اصول چې د انتخاباتو کمېسیون او درملوک شرکت له لوري له سیاسي ګوندونو سره پرې هوکړه شوې، که هغه اصول پلي شي نو خیالي کسان رأیې نه شي ورکولی.

د دغو اصولو یو مورد دا دی چې رأی ورکوونکي په بایومټریک کې ثبت شي او د بایومټریک دستګاه باید د دې ظرفیت ولري چې له تکراري رایې مخنیوی وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د اعلان له مخې، د جمهوري ریاست انتخاباتو کې ۹ اعشاریه ۶ لکه کسان د رأیې اچونې په شرایطو برابر دي.

یوه بله اندېښنه چې په انتخاباتو کې د درغلۍ په اړه مطرح کېږي، هغه د رأیې ورکوونکو د لېست په اړه ده چې د رایې اچونې نوملړ په مرکزونو او محلونو کې مسؤلو کسانو په لاس کې دی.

د انتخاباتو په ورځ دغه نوملړ د رأیې مرکزونو او محلونو ته ځي او په اساس یې د رأیې ورکوونکي نوم او مشخصات تثبتېږي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وايي، که چېرې د رأیې په محلونو کې له نوملړه رأیې ورکوونکي کم وي، وېره شته چې د رأیې په مرکزونوکې کارکوونکي د شته لېست له مخې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه صندوقونه ډک کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وایي: دا اندېښنه موجوده ده چې په هغو سیمو کې چې عملیاتي پروګرامونه پیل شوي، په هغه ځای کې کمېسیون او درالانشا نشته، په هغه ځای کې د فساد او علاقمندۍ مسایل مطرح کېږي، زموږ تمه دا ده چې بایومټریک فعال نقش ولوبوي او له ټکنالوژۍ موثره استفاده وشي، څو له دې مورده مخنیوی وشي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیې په نوملړ کې ځینې غلطۍ مني، خو د دغه کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د کمېسیون د کارکوونکو له لوري په انتخاباتو کې درغلۍ ردوي.

دی وایي: د رایې اچونې ټولې پاڼې د رأیې ورکوونکو د نوملړ په اساس په ولایتونو کې د رأیې مرکزونو او محلونو ته لېږل شوي، له بایومټریک دستګاوو استفاده کېږي، د رأیې ورکوونکي فزیکي حضور مشخص کېږي، له خیالي او هوايي رأیو مخنیوی کېږي، له دې سره په خوا کې د رأیې په مرکزونو کې د کاندیدانو او بنسټونو ناظران لرو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو په خبره، په نوملړ کې د خیالي رأیې ورکوونکو ادعاګانې بې اساسه دي.

د دغه کمېسیون د ویاند په خبره، ۹ اعشاریه شپږ لکه واقعي رأیې ورکوونکي تثبت شوي چې په انتخاباتو کې به ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG