د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره ښځینه لوبډله د سبروټو کپ سیالیو په لړ کې نن د نوي ډهلي د فوټبال ښځینه لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.
افغان ښځینه لوبډلې له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې تېره ورځ د هند د چندیګړ لوبډلې ته ۳ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د هندوستان د پوهنې وزارت له خوا هرکال د ۳۲ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله له تېرو څو کلونو راهیسې په سوبروټو کپ سیالیو کې ګډون کوي.