د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۵

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د اقلیت پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل بند کړي

ارشیف
ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل له پاکستانه وغوښتل چې د دې هېواد د اقلیت پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوي.

د بښنې د نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده وغوښتل چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا PTM په وړاندې ځپونکي اقدامات باید پای ته ورسوي.

هغه د ازادي راډیو د ګندهارا ویبپاڼې ته وویل چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوي غړي او نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشې شي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوې غونډې انځور
د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوې غونډې انځور

امنیسټي انټرنېشنل دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې داسې ښکاري چې روانه اوونۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد ځپونکی کمپاین د دې غورځنګ د څو نورو غړو په نیول کېدو سره لا سخت شوی دی.

عبدالله ننګیال چې د دې ډلې یو جګپوړی مشر دی، د تېرې چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې درې نور وتلي غړي یې د هېواد په مختلفو برخو کې نیول شوي دي.

ده وویل: شاه فیصل غازي او شیرنواز د جنوبي وزیرستان د خیبر پښتونخوا د شمال لوېدیځ د ټانک ښار په جنوبي ولسوالیو کې نیول شوي او کاکا شفیع ترین په جنوب لوېدیځ بلوچستان ایالت کې نیول شوی دی.

ننګیال دغه راز وویل، په وروستیو څو ورځو کې د پي ټي ام څلور نور غړي هم نیول شوي.

هغه زیاته کړه چې هغه کسان چې د استخباراتي فدرالي ادارې له خوا نیول شوي، شکنجه شوي، خو نور چې پولیسو ورڅخه تحقیقات کړي، له فزیکي پلوه نه دي شکنجه شوي، خو له هغوی سره لکه د ترهګرو په څېر چلند شوی او په کوټه قلفیو کې ساتل شوي.

دا ممکنه نه وه چې سمدستي د استخباراتي چارواکو له خوا د شکنجې او ناوړه سلوک د دغو ادعاوو په اړه د مسؤلو چارواکو نظر واخلو خو تر دې مخکې پاکستاني چارواکو د بندیانو د شکنجې ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره د هېواد د قوانیونو په رڼا کې چلند کېږي.

د روان کال له پیل راهیسې د دې غورځنګ په لسګونو فعالان نیول شوي دي.

په شااوخوا شلو نیول شویو کې د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر هم شامل دي چې دواړه له ترورېزمه نیولې تر بلواوو او نارامیو ته په لمن وهلو تورن شوي دي.

د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر
د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر

داسې ښکاري چې د PTM له خوا په ښکاره د پاکستان پر ځواکمن پوځ انتقادونه د دې سبب شوي چې چارواکي د دې ډلې پرضد ځپونکو اقداماتو ته مخه کړي.

په جنوبي وزیرستان کې د پولیسو یوه مشر افسر عتیق الله وزیر ازادي راډیو ته وویل چې دوی کولی شي چې اعتراضیه غونډې او لاریونونه وکړي، خو پر دولتي ادارو یې انتقادونو ګډوډي رامنځته کړې ده.

هغه زیاته کړه: هر ځلې چې دوی مظاهره کوي، همدغه انتقادونه تکراروي چې هغه د دوی پرضد دوسیو ته لاره هواروي.

خو د بښنې د نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده وغوښتل چې له دغو فعالانو سره عادلانه چلند وکړي.

هغه زیاته کړه، پاکستاني چارواکي باید نظم، قانون او مقررات مراعات او دا یقیني کړي چې هېڅ څوک به د سوله ییزو او قانوني فعالیتونو په خاطر نه توقیف کېږي او هر توقیف شوی تورن باید عادلانه محاکمه شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې وروسته له دې راڅرګند شو چې په اسلام اباد کې یې اعتراضیه پلتۍ ووهلې.

له هغې راهیسې د دې ډلې په سلګونو غړي پر بغاوت، ترهګرۍ او بلواوو تورن او زنداني شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له افغانستان سره په پوله د پاکستان د لوېدیځو پښتون مېشتو سیمو لپاره چې د اټکل له مخې ۳۵ ميلیون پښتانه پکې اوسي، د حقونو، امنیت او عدالت غوښتنه کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG