د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د هند د ۲ بندرونو چارواکي: په پاکستان کې روزل شوې کومانډو راباندې د حملو پلان لري


د هند پوځيان
د هند پوځيان

د هند د دوو لویو بندرونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو له مخې په پاکستان کې روزل شوي کومانډو پرې د حملو پلان لري.

د هند د دوو لویو بندرونو موندرا بندر چې د اداني پورټ او د ځانګړي اقتصادي زون شرکت له خوا یې چارې تنظیمیږي او د دولتي کوندلا بندر چارواکو خپلو کارکوونکو او د کښتیو شرکتونو ته ویلي چې بیداره واوسي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو بندرونو چارواکو دغه خبرداري په هغو سپارښتونو کې چې کاپي ګانې یې دې اژانس لیدلي، کړي دي.

د کوندلا بندر د سپارښتنې په یاداښت کې ویلي چې د راټولو شویو استخباراتي معلوماتو له مخې چې حکومتي چارواکو ورسره شریک کړي، ویل کېږي چې په پاکستان کې روزل شوې کومانډو په کوچ خلیج کې د کوندلا بندر د نا ارامه لوېدیځ سواحولو ته داخله شوې ده.

د دې بندر د مشر مرستیال وینو ګوپال دا تأیید کړه چې دغه پټ معلومات یې ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې موږ وضعیت وڅېړه او خپل امنیتي پرسونل ته مو هدایت ورکړل چې د مهمو تاسیساتو او هغو سیمو چې زیانموونکې دي، امنیتي تدابیر سخت کړي.

د موندرا بندر د چارواکو له خوا په خپاره شوي یاداښت کې ټولو کښتیو ته ویل شوي چې تر ټولو شدید امنیتي تدابیر ونیسي او وضعیت تر ښه کنټرول لاندې ولري.

د اداني پورټ یوه ویاند ویلي چې په دې اړه یې ټولو مسؤلینو ته خبر ورکړی دی.

د دغو راپورونو په اړه چې په پاکستان کې روزل شوې دغه کومانډو څوک دي او څه پلان لري، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راوش کومار له څرګندونو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د هر دا ډول نفوذ په وړاندې اقدامات وکړي.

د روېټرز د راپور له مخې د پاکستان پوځ هم د خبردارې د دغو خپرو شویو یاداښتونو په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د پاکستان د پوځ یوې سرچینې وویل چې دغه راپورونه بې اساسه دي او زیاته یې کړه چې هند په دې کار سره غواړي چې د نړیوالو پام له کشمیر څخه بل لور ته واړوي، دې سرچینې ویلي چې داسې کوم پلان نشته.

دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې چې نوي ډيلي د هند ترکنټرول لاندې کشمیر څخه د کورواکۍ ځانګړی موقف بېرته واخیست، زیات شوی دی.

له دې مخکې په هند کې پاکستاني سخت دریځو چې د سمندر له لارې دی هېواد ته داخل شوي وو، حمله کړې وه.

په ۲۰۰۸ کال لسو سخت دریځو په ربړي کښتیو کې ځان تر ممبیي پورې رسولی او د دې ښار پر څو مهمو ځایونو یې حملې وکړې چې درې ورځې یې دوام وکړ.

په دغو حملو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG