د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

رحمت الله نبیل: سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده


ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید رحمت الله نبیل
ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید رحمت الله نبیل

ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید رحمت الله نبیل په خپلې انتخاباتي مبارزه کې وایي، سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده.

په داسې حال کې چې د ولسمشریزو انتخاباتو ځیني کاندیدان سولې ته خوشبین دي، خو د امنیت او عدالت د انتخاباتي ټکټ مشر رحمت الله نبیل وايي، سوله چې د افغانستان خلک پرې تر اوسه هم نه پوهېږي.

ښاغلي نبیل چې د پنجشنبې په ورځ یې په میدان وردګ ولایت کې د خلکو یوې غونډې ته خبرې کولې، ټینګار یې وکړ چې د سولې د مسئلې پر وړاندې باید محتاط واوسو.

ده وویل: داسې سوله نه غواړو چې یوه اوونۍ وروسته سپین بیرغونه پر تورو تبدیل شي، داسې سوله د خلکو په ګټه نه ده، د انتخاباتو ځنډول یا شاته کول موږ ته سره کرښه نه ده، که سوله کېږي او ورپسې انتخابات کېږي، باید قیمت یې دوه اړخیز وي، نه دا چې نه دې انتخابات وشي او نه دې سوله.

ښاغلی نبیل په خپلو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه اندېښنې بېځایه ګڼي.

دی وايي، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، حاضر دی چې په خپلو امکاناتو د هېواد امنیت ټینګ کړي.

ښاغلی نبیل په داسې حال کې دا خبرې کوي چې ولسمشریزو انتخاباتو ته شااوخوا یوه میاشت پاتې ده، خو تراوسه روښانه نه ده چې ایا د سولې خبرې به له انتخاباتو مخکې پلې شي او که نه؟

په ورته وخت کې د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید حکیم تورسن هم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې وویل، وروسته له دې څوک نه شي کولی چې د خلکو رأیې وپیري.

تورسن ټینګار کوي چې سوله د انتخاباتو په پرتله لومړیتوب لري، او دده په خبره، موقت حکومت راتلونکی دی.

دی وایي: موقت حکومت راتلونکی دی او د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې سولې او له ستونزو پاکو انتخاباتو ته زمینه برابره کړي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان ولسمشریزو انتخاباتو ته د دغه کاندید د خبرو په هکله وايي:

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

"دا ژمنې چې کېږي، څنګه عملي کېږي، دا به یو نېک کار وي چې موږ خپل سرحدات د هغو کسانو پرمخ وتړو چې د نظام ا و خلکو پرضد کار کوي، دوهم دا چې سوله او انتخابات دواړه ستر ملي مسایل او د خلکو اړتیا ده، دې ته باید خلک او نړیواله ټولنه توجه وکړي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو دوام د دې لامل شوی چې ولسمشریزو انتخاباتو ته ډېری کاندیدان خپلې انتخاباتي مبارزې سستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG