لیکوال، ژورنالېست او دېکلمهتور اکبر ایازی له نړۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلی ایازي په ژورنالیزم کې د اوږدې تجربې خاوند و او په یاده برخه کې یې د پام وړ کارونه کړي دي.
نوموړي د عمر ډېر کاله په امریکا غږ اشنا راډیو کې کار کړی او په وروستیو کې په امریکا غږ کې د مرکزي او جنوبي اسیا سیمهییز مشر و.
اکبر ایازي مخکې له دې ۱۰ کاله په ازادي راډیو کې د افغانستان د څانګې رئیس و چې بیا د همدې راډیو د مرکزي او جنوبي اسیا د څانګې مشر شو.
د نوموړي په هڅو ياده اداره وتوانېده چې د ۲۰۱۰ ز کال په جنورۍ کې د پاکستان د قبايلي سيمو د پښتنو لپاره په پښتو ژبه د مشال راډيو په نوم يوه نوې راډيو جوړه کړي.
نوموړي د خپل کار په اړه امریکا غږ اشنا راډیو سره په خپلې یوې مرکه کې ویلي و: "زما له دې مسلک او کار سره مینه له ډېرې ځوانۍ څخه وه، په افغانستان کې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال په پوهنتون کې په دوهم صنف کې وم چې په کابل راډیو کې مې کار کاوه، نطاق وم، د شپې به مې کار کاوه او سهار به درس ته تلم، له هغه وخته زما مینه پیدا شوې ده."
اکبر ایازي په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د لومړنۍ ټلوېزیوني مناظرې چلوونکی هم و.
د ازادي راډیو سرپرست رئیس قادر حبیب د ښاغلي ایازي په اړه وايي: "اکبر ایازي سربېره پر دې چې یو نوښتګر ژورنالېست او یو پیاوړی مدیر و ښه دوست هم و، د نوښتګرۍ یوه بېلګهیې په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ ټلوېزیوني مناظره وه چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو برحاله ولسمشر پهکې ګډون وکړ، اروښاد ایازي په ازادي راډیو کې له همکارانو سره ښې اړیکې درلودې او د ژوند تر وروستیو شېبو پورې یې وپالل."
اکبر ایازي په ازادي راډیو کې د خپل کار پر مهال په افغانستان کې د ژورنالیزم د برخې زدهکړیالانو ته د رسنیو او ژورنالیزم د ارزښت په اړه څو سمینارونه او کنفرانسونه هم جوړ کړل.
اکبر ايازي د خپل کار په وروستۍ موده کې د امريکا غږ په خپرونو کې د يو شمېر نوښتونو معرفي کولو ترڅنګ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د سخت دريځه کړنو د څار لپاره د يوې ځانګړې څانګې (اېکسټريمیزم واچ ډېسک) مشري هم کوله.
ښاغلی ایازي د شعرونو یو ښه دېکلمهتور هم و چې ډېر شعرونهیې ډېکلمه کړي دي.
نوموړی د هغې ناروغۍ له کبله چې ورپېښه شوې وه د ۶۵ کلنۍ په عمر تېره شپه په امریکا کې وفات شو.