د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

ډيپلومات: په افغانستان کې د ترورېزم ګواښ تر طالبانو ډېر لوی دی


واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي، طالبان حتی په داسې حال کې چې د سولې خبرې کوي، هم دا خبره ردوي چې القاعده شبکې پرمتحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې لاس درلود.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین په روانه اوونۍ کې له CBS خبري چینل سره په مرکه کې وویل، دا معلومه نه ده چې القاعده شبکې په دې حملو کې لاس درلود.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې د روانو خبرو په نتیجه کې ښايي د سولې داسې موافقه لاسلیک شي چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي، خو په بدل کې به یې طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې شکوي.

واشنګټن پوست لیکي، د طالبانو دا انکار چې ګنې القاعده شبکې د سپټمبر د یوولسمې په حملو کې لاس نه درلود، په افغانستان او نوره نړۍ کې د توطیې په تیوریو کې تاریخي پس منظر لري او په دې ډله کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۱۵ کال کې له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، حقیقت دا نه دی چې د سپټمبر د ۱۱مې حملې په افغانستان کې پلان شوې وې.

هغه زیاته کړه چې القاعده هسې جوړه شوې افسانه ده، خو واشنګټن پوسټ لیکي چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن که څه هم په پیل کې پر متحدهایالاتو په دې حملو کې لاس لرل ردول، مګر په ۲۰۰۴ کال کې یې په یوه ویډیويي پیغام کې د دې حملو مسؤلیت ومانه او حتی څرګنده یې کړه چې په راتلونکي کې پر امریکا نورو حملو ته هم هڅېدلی دی.

واشنګټن پوسټ د مطلب په پای کې لیکي، په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، په واشنګټن کې ځیني مهم چارواکي وايي چې پر طالبانو باور نه شي کېدای چې له القاعده سره د اړیکو د پرې کولو پر ژمنه به عمل وکړي.

ډيپلومات:

ډيپلومات امریکایۍ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی چې عنوان یې دی، په افغانستان کې د ترورېزم ګواښ تر طالبانو ډېر زیات لوی دی.

خپرونه لیکي، حتی که له طالبانو سره سوله هم وشي، خو ترورېزم به د افغانستان د جدی ستونزې په توګه دوام وکړي.

خپرونه د وروستیو خونړیو حملو دوام ته اشاره کوي او لیکي، دا حملې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او امریکايانو په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړل شوی.

ډيپلومات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه راپور یادونه کوي چې په افغانستان کې د اتو او لسو زرو ترمنځ د بهرنیو جنګیالیو د فعالیت اټکل کوي او وايي چې له دې ډلې د دوه نیم زرو او څلور زرو ترمنځ وسله وال د داعش ډلې له خراسان څانګې سره تړلي دي چې د خپرونې په وینا، له طالبانو او القاعده سره مخالفت لري.

خپرونه لیکي، القاعده او داعش دواړه د خپلو راتلونکو فعالیتونو د بل پړاو لپاره افغانستان یوه مهمه سیمه ګڼي.

د ډیپلومات د مطلب له مخې په افغانستان کې د کمزوري مرکزي حکومت او د امنیتي تشې په صورت کې به دا ګروپونه نور هم پیاوړي شي او نفوذ به یې زیات شي او ښايي خپل فعالیتونه نورو هېوادونو ته وغځوي او په دې توګه د سیمې او نړۍ امنیت وګواښي.

XS
SM
MD
LG