د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې ډېر ژر د جګړې ختمول غوښتي


د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان سکرتر جنرال د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان سکرتر جنرال د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (او. آی. سي) په افغانستان کې ډېر ژر د جګړې ختمول غوښتي دي.

د افغانستان د احتمالي سولې هوکړې ته د امریکا او طالبانو له نږدې کېدو سره سم، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ویلي چې په افغانستان کې جګړه باید ډېر ژر پای ته ورسېږي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دې خبرې پیل شي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان (او. آی. سي) سکرتر جنرال یوسف بن احمد العثیمین دغه موضوع د یکشنبې په ورځ د سعودې عربستان د جدې په ښار کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره مطرح کړې ده.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي له سعودي عربستانه ازادي راډیو ته د یوه پیغام په لېږلو سره ویلي، د (او. آی. سي) سکرتر جنرال دا هم وویل چې په افغانستان کې به د مذهبي افراط ګرايۍ او ترورېزم په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سکرتر جنرال وویل، طالبان باید راشي او له افغان حکومت سره دې د مذاکراتو مېز ته کېني او له جنګه دې لاس واخلي.

د دې ترڅنګ یې د همکارۍ اعلان وکړ چې د افغانستان له دیني عالمانو سره به د مذهبي افراط ګرایۍ او ترورېزم د له منځه وړلو په لار کې مرسته وکړي.

د ښاغلي صدیقي په خبره، یوسف احمد العثیمین ژمنه وکړه چې د افغانستان د انتخاباتو د څارلو لپاره به یو شمېر انتخاباتي څارونکي افغانستان ته را ولېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په دوه ورځني سفر سعودي عربستان ته لاړ.

په پام کې ده چې ښاغلی غني د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان او د هغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره وویني.

د افغانستان د سولې بهیر او د افغانستان بېلابېلو برخو ته د ریاض د همکاریو جلبول د دغه سفر اصلي اجنډا ګڼل شوې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی محمد داود کلکاني وايي، سعودي عربستان او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له دې امله چې له پاکستان سره ښې اړیکې لري، کولی شي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

دی وایي: د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان کولی شي چې پر پاکستان فشار راولي چې دغه هېواد پر طالبانو له خپل نفوذه په ګټې اخیستنې سره د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړي، همدارنګه د سعودي عربستان نقش هم مهم دی، ځکه ریاض له پاکستان سره ښې اړیکې لري او کولی شي چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي غني د اسیايي پراختیايي بانک له رئیس بندرالحجار سره هم لیدلي چې د افغانستان په اقتصادي برخو کې پانګې واچوي او د کرنې د پراختیا په چارو کې د اوږدمهالو پورونو په ورکولو له افغانستان سره مرسته وکړي.

په دغه اعلامیه کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د سل بستریز روغتون او څلورو روغتیايي کلینیکونو د جوړولو توافقنامه د مالیې د سرپرست وزیر او د اسیايي پراختیايي بانک د رئیس ترمنځ لاسلیک شوه.

XS
SM
MD
LG