د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

موټرچلوونکي او مسافر: طالبان د مزار – جوزجان پر لویه لار باج اخلي


آرشیف، ځيني طالب جنګیالي
آرشیف، ځيني طالب جنګیالي

وسله وال طالبان د مزار- جوزجان پر لویه لار له مسافرینو او موتړ چلوونکو باج اخلي او د نفتي توکو د لېږد ټانکرو ته اور اچوي.

سپرلۍ او د مزار- جوزجان په لاره د باروړونکو لاریو او د تېلو ټانکر چلوونکي وايي چې وسله وال طالبان وخت نا وخت دوی دروي او ځوروي یې.

دوی وايي چې وسله وال طالبان د مزار- جوزجان په لویه لار له امنیتي پوستو سره په یو کیلو متر فاصله کې د تلاشۍ کمربندونه لري او وسله وال فعالیت ترسره کوي.

د همدې لارې یوه موتړچلوونکي خالد یولداش ازادي راډیو ته وویل: وسله وال طالبان د امنیتي پوستو تر څنګ ګاډي دروي او له هغوی د وسلې په زور پیسې اخلي، د تېلو ټانګرې دروي او که باج ورنه کړي، اور ور اچوي.

اجمل اکبري د مزار- جوزجان په لویه لار د باروړونکو ګاډو چلوونکی وايي چې وسله وال طالبان امنیتي پوستو ته څېرمه عمومي سړک ویجاړ کړی او موتړ چلوونکي دې ته اړ کوي چې له فرعي لارو چېرې چې وسله وال مخالفین واکمن دي، لاړ شي.

هغه زیاته کړه: په لویه لاره طالبانو عمومي سړک درې ځایه د بلدوزر په وسیله ویجاړ کړی او لارې یې مسدودې کړي دي، دوی مونږ اړ باسي ترڅو پر فرعي سړکونو لاړ شو او هلته دوی له مونږه باج اخلي.

د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د مزار-جوزجان په لویه لار د چهاربولک، نهرشاهي او بلخ ولسوالیو په مربوطاتو کې یې پوځي عملیات پیل کړي چې په پایله کې یې په تېره یوه اوونۍ کې له ۱۰۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته ووېل چې پولیس د مزار- جوزجان په لویه لار امنیتي بېزونه جوړوي.

همداراز د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال ولي محمد احمدزی مني چې د مزار-جوزجان پر لویه لار د وسله والو طالبانو حملې او تخریبي فعالیتونه ډېر شوي، خو وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ملي اردو په همدې مسیر کې له ۳۰ زیات وسله وال طالبان له منځه وړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال ولي محمد احمدزی
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال ولي محمد احمدزی

ښاغلي احمدزي وویل چې غلو او هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د مزار-جوزجان پر لویه لار غیر قانوني فعالیت ترسره کړي.

جنرال احمدزي وویل: له خلکو زمونږ غوښتنه دا ده چې دغه لارې ته غله یا هم هر څوک چې راوځي، دوی دې مونږ په جریان کې پرېږدي، مونږ هېڅ چاته اجازه نه ورکوو چې غیر قانوني او وسله وال فعالیت ترسره کړي، پولیس هم د بیزونو جوړلو په حال کې دي او ملي اردو ورسره همکاري کوي.

د یادولو ده چې وسله وال طالبان هم مني چې د مزار- جوزجان پر لویه لار له موتړ چلوونکو پیسې اخلي، د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دغې لارې د امنیت خوندي ساتلو په خاطر مالیه ټولوي.

XS
SM
MD
LG