د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

د کونړ پېچ دره، له مرګ‌ درې تر امن‌ درې


د کونړ یو انځور
د کونړ یو انځور

د کونړ د پېج درې یو شمېر اوسېدونکي وايي، دغه دره چې پخوا د مرګ درې په نوم مشهوره وه، اوس امن دره ده.

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې پېج له هغې ورسته امن دره شوې چې نړیوال ځواکونه ترې ووتل او په دې برخه کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو رول د پام وړ دی.

د دغې درې یو تن اوسېدونکی حاجي ګل حکیم وایي: کله چې زموږ له سیمې بهرنیان ووتل، نو قومي مشرانو او دینې عالمانو طالبانو سره خبرې وکړې او ورته يې وویل چې اوس دلته ملي اردو، پولیس او نور افغان ځواکونه دي، دا زمونږ بچي، وروڼه او اولادونه او ستاسو هم وروڼه دي، باید چې دغه ورور وژنې بس شي، که بیاهم جګړه کوئ، نو ستاسو په خلاف به وجنګېږو.

د دغې سیمې اوسېدونکي وايي، په یاده دره کې خلک د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او په ګډه يې د خپلې سیمې امنیت نیولی دی.

ارشیف، د کونړ د پاڅونوالو یو انځور
ارشیف، د کونړ د پاڅونوالو یو انځور

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال هم ازادي راډیو سره به یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اقغان ځواکونو د سرښندنو او د قومونو د ملاتړ په ترڅ کې په پېج دره کې حالات ښه شوي دي.

والي وړاندې وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې توانېدلې چې له چغانه تر پارون پورې د لارې په اوږدو کې پوستې جوړې کړي او ډېرې مهمې نقطې ونیسي.

د کونړ پېج دره چې پکې د وټه پور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالۍ پرتې دي او همداراز په یاده دره کې د نورستان مرکز پارون، واما او وانت وایګل ولسوالیو ته لارې غځېدلي دي، یوه ځنګل لرونکې او اوږده دره ده.

دا دره د شوروي لښکرو په خلاف هم د جنګونو مهم سنګر و او کله چې نړیوال ځواکونه په یاده دره کې ځای په ځای شول، نو له هغوی سره هم جګړه پیل شوه، هره ورځ پکې چاودنې، بمبارۍ او جګړې روانې وې چې په له همدې امله ورته د مرګ دره ویل کېده.

د پېج درې دوو تنو اوسېدونکو قاري ضیاالرحمن او حمدالله ازادي راډیو ته وویل:

"دلته چې کله نړیوال ځواکونه مېشت وو، حالات ډېر خراب وو، هره ورځ به میزائیلې راتلې او خلک به ډېر په عذاب وو."

"وسله وال طالبان به په لویو لارو کې ناست وو، موټرې به يې ودرولې او خلک به يې ترې راکوزول، وهل او ټکول به يې او ډېر یې وژلي هم دي، هغه مهال دا دره د مرګ درې او د وژنو د درې په نوم مشهوره وه."

د کونړ مرکز اسعداباد
د کونړ مرکز اسعداباد

دوی وایي، اوس وسله وال مخالفین هم په دې پوه شوي چې په هېواد کې روان جنګ پردی دی، نو ځکه يې ډېری کسان په افغان ځواکونو بریدونو ته زړه نه ښه کوي.

د دغې سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې که د هرې سیمې اوسېدونکی د امنیت د ټينګښت لپاره سره متحد شي، نو په سیمه کې به یې سوله رامنځته او خلک به يې سوکاله ژوند ولرې.

د کونړ په پېج دره کې له ۲۰۰۵ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د نړیوالو ځواکونو شااوخوا پنځه نظامي مرکزونه موجود وو چې په یاده موده کې پرې ګڼې جګړې شوي او بې شمېره د سړک غاړې ماینونه چاودېدلي چې مالي او ځاني زیانونه په کې خلکو ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG