د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۳

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې نن هم ځايي اوسېدونکي د قيوداتو شاهدان وو


د سرینګر اوسېدونکې مېرمنې

د هند تر ولکې لاندې د کشمير د سرينګر په شمال کې د شنبې په ورځ ځايي اوسېدونکي لا هم د لګول شويو قيوداتو شاهدان وو.

د شنبې په ورځ د سرينګر زياتې برخې له خلکو تشې وې او ګڼ دوکانونه تړلي وو.

د سرينګر په لارو کوڅو کې د ګوتو په شمار خلک ښکارېدل، د وسايطو شمېر هم په کې کم و.

د سرينګر اوسېدونکي الطاف روېټرز اژانس ته وويل چې وضعيت لا هم کړکېچن دى.

ده وویل: زموږ کاروبار هم ختم شو، روزي او ژوند هم ختم شوي دي، ښوونځي تړلي دي، دوى وايي چې ښوونځي پرانيستي او وضعيت سم دى، خو وضعيت سم نه دى او ټول خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.

د جمعې په ورځ په سرينګر کې زرګونه کسانه د اعتراض په ډول لارو کوڅو ته ووتل او د دې سيمې د ځانګړي موقف يا ځانګړي امتياز پر ختمېدو يې انتقاد وکړ.

د سرینګر د خلکو اعتراض
د سرینګر د خلکو اعتراض

هندوستان د هماليا د هغې برخې چې تر ولکې لاندې يې ده او د جمو او کشمير په نوم يادېږي، ځانګړى موقف د اګست مياشتې په پنځمه ختم کړ.

د دې تر څنګ يې په سيمه کې ټول ارتباطي خدمات پرچاو کړي او د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو يې محدوديتونه ولګول.

د هند تر ولکې لاندې د کشمير پر زياتو سړکونو اغزن سيمونه غځول شوي او د شنبې په ورځ امنيتي ځواکونه د پېښو د مخنيوي لپاره د تيارسئ په حال کې ښکارېدل.

XS
SM
MD
LG