د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

شهاب حکیمي له خلکو غواړي چې د سولې د پروسې او د موقت حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړي


د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید شهاب حکیمي د کابل د چهار اسیاب له خلکو سره د خبرو په حال کې
د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید شهاب حکیمي د کابل د چهار اسیاب له خلکو سره د خبرو په حال کې

د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید شهاب حکیمي د دې پرځای چې خلک په انتخاباتو کې د ګډون لپاره وهڅوي، ترې غواړي چې د سولې د پروسې او د موقت حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړي.

د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید شهاب حکیمي د کابل ولایت چهار اسیاب ولسوالۍ ته تللی او د میزان په شپږمه د انتخاباتو د ترسره کېدو پرضد کمپاین کوي.

حکیمي له خلکو سره په انفرادي توګه ویني او پوښتنه ترې کوي چې سوله په لومړیتوب کې ده او که انتخابات؟

ځیني کسان چې له ده سره یې لیدلي، وايي چې سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمد عثمان وایي: لومړی دې سوله راشي، بیا دې انتخابات وشي، ځکه څوک چې رأیې ورکوي، د سولې په فضا کې دې رأیه ورکړي.

ښاغلی حکیمي ادعا کوي چې موقت حکومت راتلونکی دی او انتخابات باید لږترلږه د راتلونکي کال تر پسرلي پورې وځنډېږي.

دی وایي: زه وایم اول دې سوله وشي، د طالبانو اسلامي تحریک دې راشي، موقت حکومت دې په خیر سره جوړ شي، بیا به بې پرې او عادلانه انتخابات وکړو، ۹۹ اعشاریه ۹ فیصده د موقت حکومت د جوړېدو امکان شته، یوازې یو کس د سولې مخالف دی او نور ټول په دې نظر دي چې موقت حکومت دې راشي او د مصالحې او انتخاباتو زمینه دې برابره کړي.

د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید شهاب حکیمي
د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید شهاب حکیمي

پخوا تر دې د انتخاباتو دیارلسو ټیمونو هم ویلي چې سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

خو د ملي یووالي د حکومت د ځواک دوو شریکانو ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله چې راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندیدان هم دي، د میزان په شپږمه یې د انتخاباتو پر کېدو تینګار کړی دی.

محمد اشرف غني په خپلې وروستۍ وینا کې په کابل کې د دارالامان ماڼۍ د پرانيستې پرمهال وویل، سوله راتلونکې ده او انتخابات به هم په ټاکلي وخت وشي.

اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله هم ویلي چې سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او انتخابات به د اساسي قانون او د خلکو د غوښتنو په اساس د میزان په میاشت کې ترسره شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو څارونکي بنسټونه په دې نظر دي چې د موقت حکومت او د انتخاباتو د ځنډولو موضوع د هغو کاندیدانو له خوا مطرح کېږي چې د برې چانس یې لږ دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي: ښايي د دوی د بري چانس لږ وي، له همدې امله ځیني کاندیدان غواړي چې انتخابات له خپلې اصلي لارې واړوي، که د ټولو کاندیدانو د ملي شورا له خوا یوه اجماع رامنځته شي، بیا نو بله خبره ده، خو دا چې هر کاندید غواړي پروسه ګډه وډه کړي، دا یې صلاحیت هم نه دی او متضاد حالت به رامنځته کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان انتخابات ځنډېدل او د موقت حکومت پر جوړېدو ټینګار په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو بوخت دی.

د طالبانو د ډلې یو شمېر پخوانیو غړو ویلي، امکان لري چې د دواړو لورو ترمنځ په راتلونکو ورځو کې د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د حکومت منابعو تراوسه د موقت یا سرپرست حکومت د جوړېدو د احتمال په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG