د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه يي موادو په اړه مو د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه کړې:
په یو راپور کې اورئ چې افغان حکومت له امریکا غواړي چې طالبان بايد د سولې په خبرو اترو کې د نشه يي موادو د کښت، توليد او قاچاق په اړه خپل دريځ روښانه کړي.
په یو بل راپور کې اورئ چې ځيني معتادين خپلې مېرمنې د نشه يي موادو د پيسو پيدا کولو لپاره بدلمنۍ ته اړباسي.
د مرکو په لړ کې به له یوه متخصص ډاکټر سره په مرکه کې واورئ چې نشه د انسان په بدن کې ويټامينونه او نور ګټور مواد کموي.
او په وروستئ برخه کې په زړه پورې ډرامه هم اورېدلی شئ.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: