د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د فاریاب د بشري حقونو کمېسيون: یو شمېر معتادين خپلې مېرمنې بدلمنۍ ته اړباسي


د فاریاب مرکز
د فاریاب مرکز

په فارياب ولايت کې​ ځيني معتادين خپلې مېرمنې دې ته اړباسي چې په هر ډول وي، پیسې پيدا کړي او دوی ته نشه يي مواد برابر کړي.

د دې ولايت څو مېرمنې وايي، مېړونه يې په زور اړباسي چې د کور او اولادونو پر روزۍ ګټلو سربېره د نشه يي موادو لپاره هم پيسې پيدا کړي.

يوه ځوانه مېرمن اتنه ګل چې خپل اصلي نوم نه يادوي، له خپل ماشوم سره د فارياب د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ته ورغلې، په ژړا ژړا ازادي راډيو ته وويل، مېړه يې معتاد دی، دا يې څو ځله له دې امله ډبولې او په مرګ یې ګواښلې چې د نشه يي موادو لپاره پيسې پيدا کړي او دا يې هم ورته ويلي چې که دا پيسې په ناروا ډول هم وي، بايد پيدا يې کړي.

مېرمن اتنه ګل وايي چې نور له دې ژونده ستړې شوې ده.

دې وویل: مېړه مې معتاد دی، زه يې له کوره وشړلم، ځکه نو دلته راغلمه، مېړه مې راته وويل چې پروا نه لري، بداخلاقي وکړه، خو زما د تارياکو او قمار لپاره پيسې راپيدا کړه، مګر زه له خدايه ډارېږم، هېڅ کله به دا کار ونه کړم، زه د ګاونډيانو کالي مينځم، ډوډۍ يې ورپخومه، بيا په هغو پيسو ډوډۍ رانيسمه او له خپل واړه ماشوم سره يې خورم، مېړه مې څو شپې وږې تږې پرې ايښې يم، کله راته وايي چې وژنم دې، هره ورځ مې په لغتو وهي او راته وايي چې ورشه زما لپاره پيسې پيدا کړه، يو کال کېږي چې وهي مې.

د سليمې په نوم يوه بله مېرمنه وايي چې مېړه يې معتاد دی او د کور لګښت د دې پر غاړه دی.

دا وايي چې ځيني وختونه د کور د لګښت تر څنګ مېړه ته د نشه يي موادو لپاره هم پيسې ورکوي.

دې وویل: خاص کار نه لرم، د خلکو کالي مينځم او يا يې ډوډۍ ورپخومه، په ورځ کې دوه ځايه د خلکو ډوډۍ ورپخومه او کالي يې ورمينځمه، د دې کار په بدل کې له پنځوسو څخه نيولې بیا تر سلو افغانيو پورې مزدوري راکوي، تر دې حده ډېر کار نه شمه کولی، ځکه چې ناروغه يم.

په فارياب ولايت کې معتادين مخ پر ډېرېدو دي چې لسګونه معتادين يوازې د ميمنې په سيند کې تر پله لاندې ژوند کوي.

د فارياب د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رئيس ذبیح الله جواد وايي چې معتادين له دې امله خپلې مېرمنې کار ته اړباسي چې د دوی لپاره پيسې پيدا کړي.

ښاغلی جواد وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې دېرش مېرمنې د دوی دفتر ته ورغلي او له خپلو معتادو مېړونو څخه د طلاق اخيستلو په برخه کې يې مرسته ځنې غوښتې ده.

دی وایي: دا چې معتادينو د نشه يي موادو رانيولو لپاره پيسې نه درلودې، نو خپلې مېرمنې يې وهلې ډبولې او دې ته يې اړایستلي دي چې بدلمنۍ ته مخه کړي، موږ ته يو شمېر مېرمنې د دې لپاره راغلي چې له خپلو معتادو مېړونو څخه د طلاق قضیه يې تر عدلي او قضايي ادارو پورې ورسوو او دوی له خپلو معتادو مېړونو څخه طلاق واخلي.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش ازادي راډيو ته وويل، ګڼ شمېر ښځو د خپلو معتادو مېړونو په اړه امنيتي ادارو ته شکايتونه کړي او ستونزې يې حل شوي دي.

راپور: اکرام کرم

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG