د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د انتخاباتو کمېسیون: د ټاکنو په ورځ به دوه زره د رأيې ورکونې مرکزونه تړلي وي


د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له رانږدې کېدو سره اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنو په ورځ به دوه زره د رأيې ورکونې مرکزونه تړلي وي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې دغه مرکزونه په هغو سیمو کې دي چې د امنیتي ګواښونو ګراف په کې لوړ دی.

عبدالعزیز ابراهیمي
عبدالعزیز ابراهیمي

ده وویل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون امنیتي ادارو ته د ۷۳۸۵ مرکزونو د امنیت د ټينګښت وړانديز کړی، امنیتي ادارو د څېړنو وروسته ویلي چې کولی شي چې د ۵۳۷۳ مرکزونو امنیت ټینګ ګړي.

د ښاغلي ابراهیمي په وینا، دغه مرکزونه به د کابل، پنجشېر او بامیانو له ولایتونو پرته نور په ډېری ولایتونو کې تړلي وي.

د راپورنو په اساس، د دغو تړل شويو مرکزونو ډېره برخه په فراه، کندز، غزني، هلمند، جوزجان، زابل او سرپل ولایتونه کې دي.

دا چې د دې مرکزونو له تړل کېدو سره به څومره افغانان له رأيې اچونې بې برخې کېږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې په اړه څه نه وايي.

د کمېسیون د چارواکو په وینا، تړل شوي مرکزونه د هغو مرکزونو له ډلې دي چې پخوا په کې د رأيې اچونې نوم لیکنه شوې وه.

په همدې حال کې د ټاکنو پر سر یو شمېر ناظر بنسټونه وايي چې د دې مرکزونو له تړل کېدو سره به د ټاکنو سرتاسري توب او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشيد ازادي راډیو ته وویل: دغه شمېر ټکان ورکوونکی دی، دا د هغو مرکزونو یو ستره برخه ده چې د کمېسیون له لوري ارزیابي شوي، خلک د رأيې ورکونې له نعمته بې برخې کېږي، دا په خپل ذات کې د عدالت نقض دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشيد
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشيد

ټاکل شوې چې ولسمشریزې ټاکنې د میزان په شپږمه نېټه ترسره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په خبره، دغې پروسې ته شااوخوا ۹ میلیونه افغانانو نوم لیکنه کړې او د دې نوم لېکنې په اساس به د رأيې ورکونې صندقونو ته د رأیې د استعمال لپاره ځي.

همدا شان ۱۷ نوماندانو ولسمشریزو ټاکنو ته د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په شمول ځانونه نوماند کړي چې د ټاکنیزو ټیمونو کمپاینونه یې هم روان دي.

XS
SM
MD
LG