د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۰۴

استقلال یا پیوستون؟


د دارالامان نوې رغول شوې بڼه

استقلال یا پیوستون؟ مسئله دغه ده

حسین احساني

د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د انستتیوت څېړونکی

باړه: خان محمد سیند

له بریتانیا نه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په درشل کې، یووالي پالې او ملي پالې کړنې رامنځته شوي او ډېری خلک دا ادعا کوي چې دغه ملي پالنه او له هېواد سره مینه په ۱۹۱۹ کې د افغانستان د استقلال پر مفهوم ولاړه ده.

افغانستان د ۱۲۹۸ کال د اسد په ۲۸مه د بریتانیا له امپراطورۍ نه خپلې بهرنۍ اړیکې خپلواکې اعلان کړې. بریتانیا د افغان-انګلیس له درېیمې جګړې وروسته د افغانستان استقلال هم په رسمیت وپېژاند او افغانستان نړۍ ته خپل ځان «خپلواک هېواد» یا « خپلواکۍ موندونکی هېواد» یا «له استعماره وروسته هېواد» معرفي کاوه.

د افغانستان دریځ او نوی حالت د دې لامل شو چې خلک‌یې ورځ ولمانځي او تل‌یې د یو ازاد هېواد په توګه چې ازادي یې د بریتانیا له استعماره اخیستې، یاد کړي.

د افغانستان د استقلال د لمانځلو شور او ولولې د دې لامل شوې چې شنونکي د استقلال معنی ته ښه ځیر شي او دغه پوښتنه ځواب کړي چې د استقلال اساسي توکي څه دي او ازادۍ ته رسېدلی هېواد څه ځانګړتیاوې لري. حال دا چې د افغانستان په سیاسي ادبیاتو کې د استقلال مفهوم ښه روښانه نه‌دی او د درېیمې نړۍ د ازادو شویو هېوادونو د وضعیت په اړه هم لازمه پوهه نه‌شته.

کومه پوښتنه چې دلته ځوابېږي هغه دا ده چې د ازادو شویو هېوادونو معیارونه څه دي او افغانستان د دغو معیارونو په اساس یو مستقل هېواد ګڼل کېږي؟

دغه لیکنه په دې لټه کې نه‌ده چې تاریخي کړنې د افغانستان د سل کلن استقلال لپاره په پام کې ونیسي او یا یوازې د افغانستان د ۱۲۹۸-۱۳۹۸ کلونو د تاریخي مقولو ارزونه وکړي.

دا لیکنه غواړي چې د ازادو شویو هېوادونو او له ازادۍ وروسته د افغانستان د دقیقې ارزونې دوه اساسي موارده وړاندې کړي او بیا وښيي چې افغانستان د ازادو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږی، که تړاو (وابستګي) د افغانستان، نه‌جلا کېدونکی جز دی.

دغه دوه مورده دا دي:

  • سیاسی استقلال او اقتصادي استقلال؛
  • د د موکراسۍ او استقلال اړیکه؛

  • د استقلال مفهوم

د لغت له مخې، استقلال د «استفعال» د فصل له ریښې نه‌اخیستل شوی چې د کمولو او لږ ته حد ته د رسولو معنی لري.

استقلال د سیاسي مفهوم له مخې، نورو پورې د یو دولت یا ملت د تړل کېدو تر ټولو لږ حد.

ایزیا برلین د «دازاۍ په اړه څلور مقالې» په کتاب کې له استعمار نه خلاص شوی ملت داسې تعریفوي: «په خپلو اړوندو چارو کې په خپله تصیم نیسي، د خدای له لوري د ورکړل شویو شتو او د خوارۍ له لارې له لاسته راوړو تولیداتو برخمن وي. ازاد وي، په عزت کې ژوند وکړي او د ازادۍ له لارې د امکاناتو د کارولو واک ولري.»

په پراخه معنی کې په ځانګړې توګه د یوه دولت او بل ترمنځ د بهرنیو اړیکو لپاره کارېږي، په دې معنی چې یو دولت کولای شي په بهرني سیاست کې له خپلو ګټو، هدفونو او ملي امنیت نه دفاع وکړي. په بل تعبیر، کېدای شي استقلال جامع تعریف ولري یعنې د تصمیم نیونې ځواک ولري او د حاکمیت په چوکاټ کې د دغو سیاستونو او تصامیمو د عملي کولو لپاره سیاست جوړ کړي.

  • سیاسي استقلال او اقتصادي استقلال

سیاسي استقلال او اقتصادي استقلال د پراختیا په حال کې هېوادونو ته مهم او اړین دی. سیاسي استقلال هغه وضعیت ته ویل کېږي چې استقلال ته په رسېدلو هېوادونو کې دولتونه د کورني سیاست دننه، په ازاده توګه عمل وکړي او په بهرنیو اړیکو کې خپلو ملي او کورنیو ګټو ته په پام، بهرنۍ اړیکې تنظیم کړي.

اقتصادي استقلال هغه حالت ته ویل کېږي چې پانګه او د تولید وسایل، په بازار کې د پام وړ خوځښت ولري او انساني ځواک د ازادو عوایدو د ترلاسه کولو لپاره، اقتصادي فعالیتونه وکړي. بل پړاو ټولنیزو او اقتصادي ګټو ته د زیان د مخنیوي په خاطر، د بازار او پانګه‌والو د ازادۍ محدودول دي. د دې ډول اقتصادي کړنلارې نتیجه په ټولنه کې سوکالي او پراختیا ده.

دا ټکی ډېر مهم دی چې اقتصادي استقلال نه‌یوازې دا چې، له سیاسي استقلال سره ژورې اړیکې لري، بلکې سیاسي استقلال د اقتصادي استقلال د رامنځته کېدو لازم شرط دی. دا مورد د پراختیا په حال کې هېوادونو کې په شدت سره څرګندېږي. په دې معنی چې که هر څومره په نویو ازادو شویو هېوادونو کې، پراختیا او سوکالي کمه وي، سیاسي استقلال‌یې کمزوری دی. په بله معنی، په نویو ازادو شویو هېوادونو کې چې سیاسی استقلال هر څومره لږ وي په هغه ټولنه کې به اقتصادي استقلال هم کم وي.

په همدې توګه په پام نیولی شو چې سیاسي استقلال او اقتصادي استقلال یو له بل سره نږدې اړیکې لري.

  • دموکراسي او استقلال

په فرضي توګه دا پوښتنه مطرح ده چې د حکومت کومه بڼه « اقتدار پلوه یا مشروع » کولای شي چې د هېواد د استقلال ضامن واوسي؟ څرګنده ده کوم حکومت چې د خلکو مشروعیت نه‌لري نه‌شي کولای، استقلال وساتي. اقتدارپاله حکومتونه د دیکتاتورۍ د ماهیت په لرلو سره، کورنۍ پایګاه نه‌لري. له همدې امله په حساس وضعیت کې د دې پر ځای چې په ټولنه تکیه وکړي، په بهر کې د هېوادونو ملاتړ پسې وځي. سربېره پر دې د ازادۍ او ګډ فرهنګ نشتوالی د ازادو هېوادونو استقلال له خطر سره مخ کوي. له دې امله له ځپونکو رژیمونو څخه د خلکو نارضایتي، پردیو ځواکونو ته دا زمینه برابروي چې د دوی چارې مدیریت او وڅاري.

په مشارکتي او دموکراتو حکومتونو کې کورنی حاکمیت خوندي پاتې کېږي او په بهرنیو اړیکو کې یې استقلال تل، د هېواد د وتلو سیاستوالو په نظر کې وي.

که یو هېواد په کورنیو او یا بهرنیو برخو کې ډموکراسي ونه‌لري، خپل استقلال نه‌شي ساتلی او سیاسي تړاو رامنځته کوي. دا طبیعي ده چې د سیاسي استقلال په نه‌شتون کې اقتصادي استقلال هم نه‌وي او هېواد له نورو سره تړل کېږی.

  • نتیجه

په ازادو شویو هېوادونو کې د استقلال د مواردو له توضېح کولو سره ښودل کېږي چې افغانستان له ۱۹۱۹ وروسته ونه‌توانېد دولت او ملت ته ښې زمینې برابرې کړي.

افغانستان په واقعیت کې نه سیاسی استقلال درلود چې له مخې يې خپلې کورنۍ اړیکې په ازاده توګه طرح او همدا شان بهرنۍ اړیکې تنظیم کړي او نه‌يې اقتصادي استقلال درلود. له دې امله په افغانستان کې اقتصاد په دودیزه بڼه پاتې دی او اقتصادي سرچینې او بازار په‌کې هم په غیر صنعتي بڼو فعالیتونه کوي. افغانستان د سیاسي استقلال او اقتصادي استقلال په نه‌شتون کې څنګه کېدای شي، د یوه ازاد هېواد په توګه تعریف شي؟

له ۱۹۲۳ کال وروسته د مشارکتي او مشروعو حکومتونو په برخه کې دغه فرض کېدای شي سم وی چې د قدرت لېږد په‌کې خونړی و او هر یو حکومت له یوه پلوه، کورنی مشروعیت او د خلکو رضایت نه‌درلود. هر حکومت د ځپونکو وسایلو له لارې د خلکو غوښتنې رد کړي او خلک هم له ظالم حکومت نه د خلاصون په خاطر، بهرنیو ژغورونکو ته سترګې پر لاره وو.

د افغانستان د استقلال د دوو اساسي عنصرو د ارزونې له مخې، دا چې د افغانستان په استقلال تینګار وشي دا لیرې خبره ده او کېدای شي افغانستان د مستقل په پرتله ډېر غیر مستقل وي. په ځینو ټولنو کې استقلال ته د رسېدو لپاره ځینې کړنلارې وړاندې شوي چې تر یوه حده ګټورې دي.

دغه کړنلارې دا دي، یووالی او ملي انسجام اکثر حد ته رسول، د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو ټینګښت، په نسبي توګه د صادراتو پراختیا، د سیاسي ثبات ساتل او دوام، د ملي امنیت پراخوالی، د کورنیو پانګونو ډېرول او د تولیدي لارو صنتعي کول.

XS
SM
MD
LG