د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

واشنګټن اګزمېنر: داعش د طالبانو ځای نیسي او د افغانستان سولې ته لوی خطر دی


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر مجلې د افغانستان د سولې او داعش ډلې د تهدید په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې عنوان دی؛ داعش د طالبانو ځای نیسي او دا د افغانستان سولې ته په داسې حال کې لوی خطر دی چې داعش ډله په عراق او سوریه کې بېرته سر راپورته کوي.

مقاله د داعش ډلې په اړه د امریکا د دفاع وزارت وروستي راپور ته په اشاره لیکلي چې دا ډله متزلزله شوې ده، خو ماته شوې نه‌ده او په عراق، سوریه او افغانستان کې مخ پر وړاندي روانه ده.

د دفاع وزارت د سرپلټونکي وروستی راپور چې د امریکا کانګرس ته د تېرې جمعې په ورځ وړاندې شو او د سې شنبې په ورځ علني خپور شو، په افغانستان کې د ترورېزم پر وړاندې د امریکا د عملیاتو معلومات ورکوي او په نتيجه کې وايي چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش څانګه په افغانستان کې اوس هم یو لوی خطر دی.

د واشنګټن اګزمېنر مقاله لیکي، په داسې حال کې چې امريکا له طالبانو سره یوه توافق ته نږدې شوې ده، په کانګرس کې د ټرمپ ملاتړي له افغانستانه تر وخت مخکې د وتلو د خطر او داعش ډلې د تهدید خبره کوي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې هم د افغانستان د سولې مذاکراتو، راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو او امنتي وضعیت ته پام کړی دی. ورځپاڼه لیکي د امریکا او طالبانو خبرې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین سره موازي روانې دي.

ټاکل شوې ده د افغانستان ولسمشریز انتخابات د سپټمبر مياشتې په ۲۸مه نېټه وشي.

مقاله لیکي، د حقونو مدافعین بېره لري چې که انتخابات پر خپل وخت ونه‌شي، نو په افغانستان کې د ډموکراتيک یا ولسي پر ځای امارتي حکومت رامنځته کېدای شي.

په ولسمشريزو انتخاباتو کې دوه مخکښ کانديدان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله دي.

مقاله د افغانستان په پلازمېنه او ولایتونو کې امنیتي وضعیت ته په اشاره لیکي چې که څه هم په دوحه کې د سولې د خبرو یو چوکاټ رامنځته شو چې له ټولو لورو یې وغوښتل چې پر ملکیانو دې حملې نه‌کوي، خو په دې وروستیو کې بمي حملې نورې هم زیاتې شوې دي.

مقاله لیکي چې په کابل او جلال‌اباد کې وروستۍ حملې د سولې مخې ته لويې ننګونې دي. مقاله همداراز لیکي چې په افغانستان کې د حقونو مدافعین اندېښنه لري چې د سولې په خبرو کې ښايي د افغانانو لپاره د خوندي سیاسي راتلونکي پر ځای تمرکز له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو وشي.

مقاله په پای کې لیکي چې د ۱۳ زرو طالبانو د احتمالي راخوشې کېدو خبره یو انتخاب دی چې په دغو کې ځیني يې د راتلونکي حکومت برخه جوړېدای شي او په دوحه کې د افغان فعالانو او سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د خبرو په نتيجه کې په خپره شوې اعلاميه کې د ښځو د حقونو په اړه یوازې عمومي یادونه شوې لکه، د ښځو حقونه به د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې خوندي وي.

XS
SM
MD
LG