د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۲

قربانقلي بردي محمدوف ژوندی دی، خو د هغه سیاسي زندانیان چېرته دي؟


د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف

د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف سږ دوبی څو اوونۍ په عام محضر کې نه و را څرګند شوی او له امله یې داسې اوازاې خپرې شوې وې چې هغه مړ شوی دی.

خو د اګست په دولسمه نېټه یې په عشق اباد کې نړیوالې غونډې ته وینا وکړه او د مرګ اوازې یې هم ختمې شوې.

اوس د بشري حقونو نړیوال ملاتړکوونکي د ترکمنستان له حکومته غواړي چې د هغو وګړو په اړه معلومات وړاندې کړي چې په ترکمنستان کې نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.

د بشري حقونو مدافع ډلې له بردي محمدوفه غواړي چې ډاډ ورکړي چې هغه سلګونه ترکمنان چې په وروستیو دوو لسیزو کې لادرکه شوي، لا هم ژوندي دي.

ګڼ شمېر ترکمنان په وروستیو دوو لسیزو کې په ترکمنستان کې نیول شوي، زندانونو ته اچول شوي او بیا چا نه دي لیدلي.

د ترکمنستان د یوه زندان انځور
د ترکمنستان د یوه زندان انځور

لسګونه کسان چې په ترکمنستان کې نیول شوي، حتی محاکمه یې چا نه ده لیدلې او لادرکه دي.

د هغوی د ملاتړ لپاره (ثابته کړه چې هغوی ژوندي دي) نړیوال کمپاین پیل شوی دی.

د بشري حقونو نړیوال کمپاین په ترکمنستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپټمبر تر میاشتې د لږترلږه ۱۲۱ کسانو په اړه چې لادرکه شوي، اسناد را غونډ کړي او خپاره کړي دي.

په دې اړه په رپوټ کې ویل شوي: له هغو ارقامو چې موجود دي، معلومېږي چې د ترکمنستان حکومت په دوامدار ډول په دې جنایت لاس پوري کوي او زندانیان یې په زندانونو کې لادرکه کېږي.

په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې لادرکه شوي زندانیان په توقیف کې مري او پر ځیي یې نور وګړي زندانونو ته اچول کېږي چې بې ساري زیات کړاوونه او شکنجې پرې تېرېږي.

د رپوټ په حواله، د هغوی کورنۍ هم کړېږي او د خپلو عزیزانو له برخلیکه بې خبره دي.

د بشري حقونو او ډموکراسۍ د پرمختګ مرکز په نوم یوې ادارې چې مرکز یې په مسکو کې دی، د ازادې اروپا راډیو ته ویلي چې په اسانۍ دا ادعا کولی شي چې سلګونه کسان د ترکمنستان په زندانونو کې بې درکه شوي دي.

د دې ادارې یوه څېړونکي یوري جبلادژې ویلي چې د ترکمنستان په زندانونو کې د بې درکه شویو وګړو دقیق شمېر نه دی څرګند، ځکه چې ترکمنستان خپلې دروازې د نړۍ پر مخ تړلې دي او حکومت یې ملګرو ملتونو، یونسکو او نړیوالو سازمانونو ته غلط معلومات ورکوي.

د ترکمنستان حکومت همدا راز نړیوالو څارونکو ته اجازه نه ورکوي چې د بشري حقونو د څارنې لپاره استازي ور واستوي او خپلواکې پلټنې وکړي.

د فریډم هوز په نوم د نړیوالې ادارې په کلني راپور کې چې په نړۍ کې د بشري ازادیو په اړه یې خپور کړی، ترکمنستان یوازې تر سوریې مخکې شوی او په هغه هېواد کې بشري وضعیت حتی تر شمالي کوریا هم بد بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG