د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

په افغانستان کې د یو شمېر امریکایي ځواکونو په پاتې کېدو د ټرمپ ټینګار


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، په افغانستان کې د امریکا د پوځ رول د پولیسو یوه مسخره ځواک ته پاتې کېږي او دی له اتلسو کلونو وروسته له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو غوښتونکی دی.

خو ټرمپ چې پرون یې له یو شمېرخبریالانو سره خبرې کولې، ټینګار وکړ چې هېواد یې باید په افغانستان کې یو شمېر ځواکونه وساتي.

د رویټرز خبرې اژانس د راپور له مخې، ټرمپ افغانستان یو خطرناک ځای وباله او زیاته یې کړه چې تل باید په دې هېواد کې پر وضعیت څارنه وشي.

ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې روانو خبرو ته په اشارې وویل چې طالبان له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو غوښتونکي دي، خو زیاته یې کړه چې تر اوسه دا روښانه نه ده چې کېدای شي پر طالبانو باور وشي.

ډونالد ټرمپ وویل، له طالبانو سره خبرې دوام لري، امریکایي پلاوي دغه خبرې مخ ته وړي او دوی یې نتیجو ته سترګې په لاره دي.

ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې که یې غوښتي وي، په افغانستان کې روانه اتلس کلنه جګړه ډېر ژر ګټلی شي، خو ویې ویل چې نه غواړي لس میلیونه افغانان ووژل شي.

په افغانستان کې د یو شمېر امریکایي ځواکونو انځور
په افغانستان کې د یو شمېر امریکایي ځواکونو انځور

په دې اړه د ټرمپ ورته څرګندونې مخکې د افغانستان د حکومت له سخت غبرګون سره مخامخ شوې وې او له متحدو ایالتونو یې د وضاحت غوښتنه کړې وه.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د یو شمېر ځواکونو پر پاتې کېدو ټینګار داسې مهال کوي چې طالبانو له امریکایي لوري په خبرو کې چې تر اوسه یې اته ځلې ترسره کړي، تل له دې هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو تاکید کړی دی.

ټرمپ دغه راز وویل چې په اوس وخت کې یو انتخاب چې پرې بحث د پلان لرل دي، هغه په دې اړه زیات جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې هغه باید یو جامع پلان او د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

XS
SM
MD
LG