د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

خلیلزاد د سولې د هڅو په لړ کې د قطر او افغانستان په سفر راوتلی


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد 
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې د روانو هڅو په لړ کې قطر او افغانستان ته روان شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې وویل چې زلمی خلیلزاد د سې شنبې په ورځ قطر او افغانستان ته په سفر روانېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي، زلمی خلیلزاد به د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو په هدف د سولې د هڅو د یوې برخې په توګه په دوحه کې بیا له طالب استازو سره خبرې پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، زلمی خلیلزاد به په کابل کې د افغان حکومت له مشرتابه سره سلا مشورې وکړي او په بین الافغاني خبرو کې بشپړې برخې اخیستو ته به یې وهڅوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې له کابل او دوحې پرته د زلمي خلیلزاد نور سفرونه لا نهايي شوي نه دي.

زلمي خلیلزاد چې په دوحه کې له طالبانو سره د اتم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د خپل مشرتابه سره د سلا مشورې لپاره واشنګټن ته تللی و، د تېرې جمعې په ورځ یې د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ ته له طالبانو سره د روانو خبرو او په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د یوه سیاسي جوړجاړي د هڅو د تازه وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د تېرې یکشنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ وویل، له طالبانو او افغان حکومت سره د واشنګټن ډېر ښه بحثونه شوي دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له امریکايي لوري سره یې خبرې ښايي راتلونکو ورځو کې پیل شي، خو دقیق وخت یې نه دی څرګند.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او ویاند سهیل شاهین
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او ویاند سهیل شاهین

په دې اړه چې په دې پړاو کې څومره ممکنه ده چې د دواړو خواوو ترمنځ یوه هوکړه نهايي شي، سهیل شاهین وویل چې د یوه هوکړه لیک د نهايي کېدو تمه شته، خو زیاته یې کړه چې دا په دې پورې اړه لري چې امریکايي لوری زموږ وړاندیزونو ته څومره مثبت ځواب وايي.

که څه هم سهیل شاهین د خپلو دې وړاندیزونو جزیات ونه ویل، خو څارونکي وايي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي راکمولو څرنګوالی لا هم هغه مسئلې دي چې د دواړو لورو ترمنځ پرې اختلافات شته.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول، د بین الافغاني خبرو پیل او په افغانستان کې نړیوالو ترهګرو ډلو ته د ځای نه ورکولو تضمین هغه څه دي چې له میاشتو راهيسې پرې زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازي پرله پسې خبرې کوي او اوس دواړو غاړو ویلي چې یوې ممکنې هوکړې ته سره نږدې شوي دي.

که چېرې د امریکا او طالبانو ترمنځ داسې یو توافق وشي، ورپسې به د افغانستان د روان کړکېچ د یوه سیاسي هواري او دایمي اوربند لپاره بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.

امریکايي چارواکي هڅه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته راولي، خو دا ډله ټینګار کوي چې له افغان حکومت سره یوازې په هغه صورت کې خبرې کوي چې امریکا له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو ژمنه وکړي.

دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتېري پاتې دي چې تر ډېره د افغان ځواکونو په روزنې او د هغوی لپاره د سلا مشورې چارې ترسره کوي.

که څه هم ظاهراً خبرو کې پرمختګ تر سترګو کېږي، خو په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو له خوا روان تاوتریخوالي په وروستیو کې خونړۍ بڼه خپله کړې او د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو له خوا حملې زیاتې شوي چې ورسره ولسي مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سې شنبې په ورځ د (CNBC) ټلویزیون ته په یوه مرکه کې وویل، که چېرې په افغانستان کې روان اوسنی تاوتریخوالی راکم شي، یو جوړجاړی ممکن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

پامپیو ویلي چې په دې اړه بحثونه ښه روان دی.

نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې، که چېرې موږ په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړی شو، نه یوازې د امریکا بلکې د ناټو د نورو غړو هېوادونو ځواکونو ته چې هغوی هم په افغانستان کې دي، له دې هېواده د وتلو زمینه برابرېږي.

XS
SM
MD
LG