د ګالوپ موسسې د افغانستان د امنیتي وضعيت په اړه یو تیاره تصویر وړاندې کړی او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې د نظم او قانون څخه د خلکو د رضایت ګراف راښکته شوی دی.
ګالوپ وايي، که څه هم طالبان د سولې په اړه خبرې کوي، خو دې وسله والې ډلې پر ملکیانو بریدونو ته دوام ورکړی او د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ یې هم کړی دی.
دې موسسې خبرداری ورکړی چې که د سولې روانې هڅې بریالۍ نه شي، جګړه تر دې هم بدتره کېدای شي چې ورسره به د ولسي مرګ ژوبلې اندازه له اوس هم زیاته شي.
ګالوپ وايي، په افغانستان کې یې د یوې نظرپوښتنې له نتایجو په دې هېواد کې د خوندیتوب او امنیت له یوې ورځې بلې ته تیاره کېدونکی تصویر ترلاسه کړی دی.
ګالوپ د خپلې سروې په نتایجو کې موندلې چې په تېر میلادي کال کې یوازې په سلو کې ۲۲ افغانانو پر خپلو پولیسو باور څرګند کړی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا شمېره له حقیقته لېرې بولي.
د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، کلونه مخکې د پولیسو په لیکو کې ستونزې ډېرې وې، خو نوموړی وايي چې اوس د پولیسو لیکې منظمې شوي او پر دې امنیتي ځواک د عامو افغانانو اعتماد زیات شوی دی.
ده وویل: اوس د افغانستان پولیس د ظرفیت له پلوه ډېر لوړ دي، کم سواده او نالوستي پولیس اوس موږ کم لرو، له خلکو سره د چلند په برخه کې د پولیسو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده.
ښاغلی رحیمي وايي، په ځانګړې توګه په ښارونو کې پولیس د کفایت، وړتیا او ښو زده کړو لرونکي دي.
ګالوپ وايي، په افغانستان کې د ولسي جرګې تر انتخاباتو مخکې شوې نظرپوښتنه کې یوازې په سلو کې ۱۳ کسانو ویلي چې هغو سیمو کې چې دوی اوسېږي، د شپې د ګرځېدو پر مهال د خوندیتوب احساس کوي.
د دې موسسې په وینا، دا شمېر نه یوازې چې په افغانستان کې د تېرو کلونو په مقایسه ډېر کم دی، بلکې د نړۍ په کچه هم د فردي خوندیتوب په برخه کې ډېره ټیټه کچه ده.
خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحیمي په وینا، دا شمېره ښايي په ځینو محدودو ولایتونو کې رښتیا وي.
دی زیاتوي: دا ښايي په ځینو ولایتونو کې صدق وکړي، خو په ټولو ولایتونو کې صدق نه کوي، ځیني ولایتونه ډېر ښه امنیت لري، خو ځینو کې ستونزې شته.
ګالوپ په افغانستان کې د خپلې نظرپوښتنې پر بنسټ وايي، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په سلو کې پنځوسو افغانانو ویلي چې خپلې یا د خپلوانو پیسې یا شتمنۍ یې غلا شوي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، دا ډېره لوړه شمېره ده او حقیقت نه لري.
د ګالوپ د نظرپوښتنې نتایج ښيي، هغه سیمې چې طالبانو بیا نیولي یا د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي، د نظم او قانون د ټېنګښت له پلوه په تر ټولو بد حالت کې دي.
د ګالوپ موسسې په افغانستان کې د نظم او قانون د ټینګښت ګراف تېر میلادي کال کې پر پولیسو د خلکو د باور، د فردي امنیت د احساس او د غلا او تېري پېښو ته په پام چمتو کړی دی.