د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د امریکایي ځواکونو په تړاو د ډونالد ټرمپ د څرګندونو په اړه د ارګ غبرګون


آرشیف، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ
آرشیف، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ

د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د جمهور رئیس د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له احتمالي وتلو وروسته به په دغه هېواد کې استخباراتي حضور ولري، وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون په شرایطو او وضعیت پورې تړلی دی.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې افغان چارواکي به له امریکا سره د سولې بحثونه په داسې تدبیر سره پرمخ بوځي چې دغه هېواد بیا د طالبانو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.

ده وویل: سوله باید په دې معنی وي چې افغانستان د طالبانو او ترورېستانو په مرکز یا پټنځای بدل نه شي چې افغانستان، امریکا او غرب وګواښي، زموږ هدف دا دی چې امریکا او افغانستان یوځای دي څو له دغې پروسې سره په تدبیر پرمخ لاړ شو، د بهرنیو ځواکونو حضور به د شرایطو په اساس وي او په شرایطو او وضعیت پورې اړه لري.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د هڅو په دوام ډونالد ټرمپ لېوال دی چې په دغه هېواد کې خپل استخباراتي حضور ته ادامه ورکړي.

د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ د نیوجرسي په ایالت کې وویل، په افغانستان کې د دوی پوځي حضور دیارلس زرو کسانو ته راټیټ شوی دي.

پخوا تر دې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا څوارلس زره و.

د ټرمپ په خبره، هڅه کېږي چې دغه شمېر لږ څه نور هم کم شي او بیا به امریکا تصمیم نیسي چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته ادامه ورکړي او که نه.

ارشیف، د افغانستان په هلمند ولایت کې امریکایي ځوانه
ارشیف، د افغانستان په هلمند ولایت کې امریکایي ځوانه

ده دا هم وویل چې د سرتېرو حضور او یا کموالی د افغانستان په حکومت او طالبانو پورې اړه لري.

د امریکا ولسمشر داهم ویلي چې که د دوی پوځي ځواکونه له افغانستانه ووځي، واشنګتن به پکې خپل استخباراتي حضور ته دوام ورکړي.

ده ویلي: زه فکر کوم چې موږ ته ډېره مهمه ده چې په هر وضعیت کې په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړو، ځکه دا زموږ د ګواښلو لپاره یو دام دی.

د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې امریکا د افغانستان د سولې لپاره له طالبانو سره یوې هوکړې پسې ده.

تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د قطر په دوحه کې اته دوره مذاکرات ترسره شوي دي.

که څه هم تراوسه پورې د افغانستان د سولې لپاره دغه مذاکرات هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو افغان چارواکو ویلي چې د هوکړې لپاره اړتیا ده چې طالبان له افغان حکومت سره هم مذاکراتو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG