د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

خلیلزاد: د سولې د پروسې چټکتیا به د داعش ماتولو ته افغانان لاپیاوړي کړي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد ویلي چې د بین الافغاني خبرو په شمول باید د سولې پروسه چټکه کړو او دا بریا د داعش ماتولو ته افغانان لا سره غښتلي کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د افغانانو غښتلی دریځ د داعش ماتولو ته اړین وباله.

ښاغلي خلیلزاد وروسته له هغه چې په کابل کې د یوه ځانمرګي برید مسؤلیت داعش ډلې ومانه، پرون شپه دا خبره په ټوېټر ولیکله.

هغه زیاته کړې چې د بین الافغاني خبرو په شمول باید د سولې پروسه چټکه کړو.

خلیلزاد په همدغه ټوېټ کې زیاته کړې چې دا بریا (د سولې پروسې چټکتیا او بین الافغاني خبرې) به افغانان له لا غښتلي دریځه برخمن کړي، څو داعش مات کړي.

خلیلزاد د اسد په شپږویشتمه یعنې وړمه شپه په کابل کې د ودونو په یوه تالار د داعش ډلې ځانمرګی برید غندلی او وحشیانه یې بللی دی.

په دغه برید کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ ټپیان شوي دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، داعش ډلې په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې دا برید (عاصم ال پاکستاني) د دوی یوه پاکستاني بریدګر په کابل کې د شیعه ګانو په غونډه باندې کړی.

د کابل خونړی برید ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د بشري حقونو څار نړیوال سازمان، امریکا متحده ایالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو په کلکه غندلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی او وحشیانه یې بللی دی.

له دې سره سره له افغان ولسمشر اشرف غني را نیولې تر نورو ټولو مهمو چارواکو د دغه برید په تړاو طالبان ګرم بللي او ویلي یې دي چې نورو ترورېستانو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني په حواله د یکشنبې په شپه د ارګ ماڼۍ په ټوېټر کې راغلي: که طالبان خپلو ترورېستي بریدونو ته دوام ورکړي، د سولې لپاره به لار لا پسې تنګه کړي او خلک به له موږ وغواړي چې شدید تصامیم ونیسو.

ارګ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني دا خبرې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړي استازي ډینګ شیجون سره په کتنه کې مطرح کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني پرون د ورځې وختي هم د کابل د وړمې شپې په خونړي برید غږېدلی و او هلته یې هم د یاد برید په تړاو طالبان ملامته کړي و.

ده ویلي وو: طالبان د دې برید په غندلو سره ځان ته برائت نه شي ورکولی، ځکه هغوی په خپله د ترورېستانو د فعالیت لپاره لار هواره کړې، افغانان تل شاهد وو چې طالبانو په وار وار د انتحاري او انفجاري بریدونو مسؤلیت منلی چې په نتیجه کې یې زموږ ګڼ وطنوال وژل شوي، طالبان په هېواد کې د ملکیانو د تلفاتو اصلي عاملین دي او زموږ خلک به هېڅ کله د دې اجنبي ډلې جنایات له یاده ونه باسي.

ښاغلي غني په دې خبرو کې ژمنه وکړه چې افغان پوځیان به د خلکو د وینو غچ واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د همدغو نیوکو په غبرګون په افغان حکومت او امریکا انتقاد کړی چې د ده په خبره، د کابل د برید په څېر بریدونو ته یې زمینه برابره کړې او د کابل د امنیت په ساتلو کې یې خپل مسؤلیت نه دی ادا کړی.

XS
SM
MD
LG