د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

هندي چارواکو یو ځل بیا د کشمیر په سرینګر کې د خلکو په راټولېدو بندیز لګولی


هندي ځواکونه په سرینګر کې
هندي ځواکونه په سرینګر کې

هندي چارواکو یو وار بیا د کشمیر په لوی ښار سرینګر کې د خلکو په راټولېدو بندیز لګولی دی.

په سرینګر کې د خلکو په ټولېدو بندیز لا پسې سخت شوی دی.

چارواکو ویلي چې د شنبې په شپه خلکو نږدې پنځوس وارې په کشمیر دره کې پولیس په ډبرو ویشتلي او د یکشنبې په ورځ یې هم څو واره دا کار تکرار کړی دی.

شدیدې نښتې د زاړه سرینګر په ګوجواړه، نوهیته او رېنوارې سیمو کې شوي.

د کشمیر په سرینګر کې ځایي خلک پر هندي ځواکونو د ګوزارونو په حال کې
د کشمیر په سرینګر کې ځایي خلک پر هندي ځواکونو د ګوزارونو په حال کې

یوازې له همدې درېیو سیمو ۱۷ کسان د ټپونو په سبب بستر شوي او د محمد ایوب په نوم یو ۶۵ کلن کس له ژوبلېدو وروسته مړ شوی هم دی.

د صدیق خان په نوم یو بل دوه شپېته کلن کس هم وړمه ورځ د اوښکې بهوونکي ګاز په خاطر ساه ورکړې ده.

د صدیق خان خوریی مدثر احمد وايي: زه راغلم او پوه شوم چې ماما مې وړم ماښام وروسته له هغه ساه ورکړه چې امنیتي ځواکونو پرې اوښکی بهوونکی ګاز وکاراوه، هغوی دا ځای وران کړ او بیا یې کنټرول وکړ او اوښکې بهوونکې مرمۍ یې وویشتې او د دود په سبب مې د ماما ساه بنده شوه او ومړ، تر سهاره نه پوهېدم ځکه ټیلیفون نه کېده، کله چې راغلم جنازه وګورم، نو هغه یې وختي خښ کړی و، هېڅ معلومات نه وو.

د همدغه وروستي اخ او ډب په غبرګون چارواکو د سرینګر په یو شمېر برخو کې په ګرځېدو او راټولېدو بندیز له سره لګول شوی.

مخکې له دې هم په سرینګر کې په ګرځېدو، راټولېدو او مظاهرو بندیز لګول شوی و خو په ځینو خاصو ورځو کې یې لږ څه پابندي پرې کمه کړې هم وه.

خلکو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره سره په سرینګر کې پرون یکشنبه مظاهرې وکړې او د ازادۍ د غوښتلو شعار یې ورکاوه.

دوی په خپلو شعارونو کې ویل: موږ ازادي غواړو، هنده لاړ شه هنده لاړ شه، لږ په زور ووايئ ازادي په ګډه ووايئ ازادي.

د کشمیر خلک وروسته له هغه وپارېدل چې هند یې د سیمه ییز حکومت کور واکي ور ختمه کړه او جمو او کشمیر یې له لداخ سره یوځای په دوو ایالتونو وویشه.

مخکې له دې جمو او کشمیر د هند د اساسي قانون په اساس کورواکي درلوده او د کورواکۍ او جلا بیرغ لرلو خاص امتیازات یې درلودل.

د هند سلګونه پوځیان له دې پرېکړې مخکې او وروسته په کشمیر کې ځای پر ځای شول او له هماغه راهیسې وخت ناوخته له خلکو سره لاس او ګرېوان کېږي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د اګست په پنځلسمه له انګلستانه د هند د خپلواکۍ د ګټلو په ۷۳ کلیزه کې د کشمیر په اړه له خپلې پرېکړې دفاع وکړه.

هغه وویل، د کشمیر وضعیت څو لسیزې جلا غوښتنې او ترورېزم ته تقویت ورکړی دی.

د کشمیر په اړه د هند د حکومت پرېکړې پاکستان سخت غوصه کړی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان او ګڼو چارواکو ویلي چې هېواد یې هر ډول ځواب ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG