د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

د کابل د وروستي خونړي برید له امله د خپلواکۍ رسمي جشن وځنډېد


د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې رسمي جشن ځنډول شوی دی.

د شاه امان الله خان له خوا د افغانستان د خپلواکۍ له بیا ګټلو پوره سل کاله تېر شول، خو لسیزو جګړو، ترورېزم او ناخوالو هېڅ افغان د دې خپلواکۍ په خوند پوه نه کړ.

د جګړو او بریدونو دوام ان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت پلان شوی لوی جشن هم اغېزمن کړ.

افغان حکومت اعلان کړی چې د کابل د وړمې شپې (د اسد د شپږویشتمې) خونړي برید په خاطر د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې د "دارالامان رسمي جشن" ځنډېدلی دی.

د چارو د ادارې لوی رئیس او د دې جشن د ترسراوي مسؤل سید وحید احمد قتالي پرون شپه د دغو مراسمو د ځنډېدو خبره په یوه ویډیويي پیغام کې کړې چې د افغانستان له دولتي ټلویزیونه خپور شو.

ده ویلي: وروسته له هغه چې د افغانستان خلک خاصتاً د کابل اوسېدونکي پرون شپه (د اسد په شپږویشتمه) د یوې غمیزې شاهد و او ګڼ وطنوال مو له لاسه ورکړل، جلالتماب رئیس جمهور د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې د ترسراوي دارالانشا ور وغوښته او د شهیدانو او غمجنو کورنیو او ټپيانو په درنښت یې امر وکړ چې د دارالاماني ماڼۍ رسمي مراسم او جشن څو ورځې وځنډوي.

د کابل د ودونو په یوه تالار کې د شنبې په شپه ځانمرګي برید چې داعش یې مسؤلیت ومانه، ۶۳ ملکیان ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپیان شول.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم په خپل ټوېټر لیکلي چې د دوشنبې په ورځ به ولسمشر غني د ازادۍ څلي ته د ګلو ګېډۍ ږدي او بیا به وینا کوي، خو د دارالامان رسمي جشن ځنډېدلی دی.

صدیقي په خپل ټوېټ کې لیکلي: د ولسمشر په امر په کابل کې د اسد د ۲۶مې د شهیدانو او د هغوی د کورنیو د درناوي په خاطر د هېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د سلمې کلیزې ترسراوي کمېسیون د دارالامان رسمي جشن بل وخت ته ځنډولی دی.

افغان حکومت له تېر یوه کاله د دارالامان ماڼۍ چې د لسیزو جګړو بمونو او راکټونو سخته زیانمنه کړې وه، بېرته ورغوله او نیت یې و چې د اسد په ۲۸مه به یې د زرګونو کسانو په حضور کې پرانیزي.

له افغانستانه بهر هم د دغه هېواد د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې د درنښت په مناسبت پروګرامونه په پام کې نیول شوي.

د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګري وایي چې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ به دوشنبه د افغانستان په بیرغ پوښل کېږي.

د بريتانیا په پلازمېنه لندن، د کاناډا په ټورنټو او د جرمني په کولن کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت جشنونه او پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG